Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ملاهبت الله ته وړاندیز شوې پالیسي: ښځینه ناروغانې دې ښځینه ډاکترانو ته مراجعه وکړي

واشنګټن پوسټ ویلي، د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د خپل مشر ځينې لارښوونې ترلاسه کړي دي چې خپلې پالیسۍ له شریعت څخه د طالبانو له سخت تفسیر سره برابرې جوړې کړي.


په داسې حال کې چې طالبان له شپږم ټولګي پورته نجونو ته اجازه نه ورکوي چې ښوونځي ته لاړې شي، اوس د داسې پالیسۍ د تصویب په هڅه کې دي چې پر بنسټ یې باید د ښځینه ناروغانو درملنه يوازې ښځینه ډاکترانې وکړي.


د نسايي او ولادي ناروغیو متخصصه ډاکتره معصومه حکیمي وايي، د ښځینه ډاکترانو کمښت ته په کتو د دې پالیسي عملي کول ښځې له روغتیايي خدمتونو محروموي.


نوموړې ازادي راډیو ته وویل، طالبان لومړی باید نجونو او ښځو ته اجازه ورکړي چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.


هغې زیاته کړه: " که د طالبانو هدف دا وي چې ډاکترانې ډېرې شي، باید ښځو ته د زده کړو حق ورکړي، نجونې چې تحصیل وکړي، موږ به ډېرې ډاکترانې ولرو، خو که دوی غواړي ښځې له لومړنیو روغتیايي خدمتونو محرومې کړي، دا د اندېښنې خبره ده، دا چې ښځې باید کوم ډاکتر ته لاړې شي، دا مسایل لامل کېږي چې ښځې روغتیا له لاسه ورکړي او د لومړنیو روغتیايي خدمتونو لپاره به هم ډاکتر ته ورتللی نه شي."


د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت مرستیال محمد حسن غیاثي واشنګټن پوسټ ته تایید کړې چې دې وزارت د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخندزاده لارښوونې ترلاسه کړي چې په کې ویل شوي، خپلې پالیسۍ دې له شریعت څخه د طالبانو د تفسیر مطابق جوړې کړي.


واشنګټن پوسټ د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د دې مقام له قوله لیکلي دي، یوه پالیسي چې د طالبانو مشر ملاهبت الله ته وړاندې شوې، پر بنسټ یې د ښځینه ناروغانو درملنه د ښځينه ډاکترانو او د نارینه ناروغانو درملنه باید د نارینه ډاکترانو لخوا وشي.




ښاغلي غیاثي ویلي، د دې پالیسۍ په یوه برخه کې راغلي دي چې که په اضطراري شرایطو کې ښځینه ډاکتره نه وي، ښځې نارینه ډاکترانو ته هم ورتلای شي.


د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان که څه هم د دې پالیسۍ په اړه جزییات ورنه کړل، خو وې ویل دا وزارت هڅه کوي چې ښځینه ډاکترانې او روغتیايي کارکوونکې ډېرې کړي.


زمان وویل: "د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي، چېرته چې روغتیايي پرسونل یا ډاکترانې کمې دي، غواړو ډېر یې کړو چې خلکو ته معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې شي."


خو د واشنګټن پوست د راپور پر بنسټ هغه موسسې چې په افغانستان کې نجونې په نسايي او ولادي، نرسېنګ او واکسیناتورۍ برخه کې روزي، وايي نجونې باید له دولسم ټولګي فارغې وي چې دوی یې د نورو زده کړو لپاره ومني، په داسې حال کې چې له یو کال ډېره موده کېږي چې طالبانو په افغانستان کې له ۶ ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.


په داسې حال کې چې په تېر جمهوري حکومت کې هم روغتيايي مرکزونه د ښځینه ډاکترانو او نورو روغتیايي خدماتو د کارکوونکو له کمښت سره مخ وو، پر افغانستان د طالبانو په بیاځلي واکمنېدو سره د نورو برخو ترڅنګ د روغتيايي برخو ځینو کارکوونکو په ځانګړې توګه ښځینه ډاکترانو هم افغانستان پريښود او نورو هېوادونو ته کډوالې شوې.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus