Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ځینې فعالان او د کانکور ګډونوالې: نجونې زده کوونکې له رواني اړخه ځپل شوي

په داسې حال کې، چې په تېرو ۲ کلونو کې نجونې د افغانستان د کانکور اول نومره ګانې وې، خو سږ کال د کانکور په ۱۰ لوړو نومرو لرونکو کې یوه نجلۍ هم نه وه.


د طالبانو حکومت د ازموینو ملي ادارې د شنبې په ورځ د کانکور پایلې اعلان کړې چې په ۱۰ لوړو نومرو لرونکو کې یې یوه نجلۍ هم نه وه.




په داسې حال کې چې په تېرو ۲ کلونو کې ۲ نجونو شمسیه علیزاده او سلګۍ باران د کانکور تر ټولو لوړې نومرې خپلې کړې وې.




دا چې سږ کال د کانکور په ۱۰ لوړو نومرو لرونکو کې یوه نجلۍ هم نه وه، لاملونه یې بېلابېل ښودل کېږي.


د کانکور ګډونواله نایله عزیزي چې د ننګرهار کمپیوټر ساینس پوهنځي ته بریالۍ شوې، وايي دا چې ښوونځي تړل شوي وو او نجونو د دولسم ټولګي له لوستلو پرته ارتقا او په ازموینه کې ګډون وکړ، ځکه د کانکور د مخکښانو په لېست کې نه وې.


هغې وویل: "ما او نورو ټولګیوالو مې دولسم ټولګی ونه لوست، دا یې ستر لامل و، هغه سوالونه چې د دولسم ټولګي له کتابونو راغلي وو، رانه پاتې شول او بریالي نه شو چې په ۱۰ لوړو نومرو لرونکو کې راشو."


د کانکور یوه بله ګډونواله صدیقه وايي، د ښوونځي تړلو په ذهني ډول دومره ځپلې او بې انګېزې کړې وه چې د کانکور لپاره یې لازم تیاری ونه کړ.


هغه وايي: "زموږ روحیه بیخي خرابه وه، کله به چې موږ کتل چې ښوونځي ته نجونې نه پرېږدي، ما ویل پوهنتون ته به یې څنګه پرېږدي، بیا مو هم کوشش وکړ، خو طالبانو هم ډېرې لږې رشتې نجونو ته پرېښې وې چې له دې امله بریالۍ نه شوم."


د ښځو د حقونو فعاله زرقا یفتلي د کانکور په ۱۰ لوړو نومرو لرونکو کې د نجونو نه راتګ د خواشینۍ خبره بولي.


نوموړې یې دلایل د طالبانو لخوا وضع شوي محدودېتونه بولي چې نجونې یې بې انګېزې کړي او د درس ویلو روحیه یې ترې اخیستې ده.


هغې ازادي راډيو ته وویل: "یو لامل یې د طالبانو لخوا له ښځو سره تاوتریخوالی او د هغوی حقونه تر اخیستل دي. له بده مرغه طالبان ورځ تر بلې په نجونو او ښځو محدودیتونه او فشارونه ډېروي، دا پر نجونو تاثیر کوي او له هغوی د زده کړو دوام انګېزه اخلي."


یفتلي زیاتوي، که د نجونو ښوونځي همداسې تړلي پاتې شي او پر ښځو د طالبانو محدودیتونه دوام وکړي، په راتلونکې کې به نجونې په کانکور ازموینه کې ګډون ونه شي کولای.


سږ کال په کانکور ازموینه کې ۱۰۶ زره او ۳۰ تنو ګډون کړی وو چې د ازموینو د ملي ادارې د معلوماتو له مخې ۳۵ سلنه یې نجونې وې.


که څه هم سږ کال په ۱۰ لوړو نومرو لرونکو کې نجونې نه وې، خو د ازموینو د ملي ادارې مشر عبدالقدیر خموش ازادي راډيو ته وویل چې د الهام په نوم د هرات ولایت یوې زده کوونکې په نجونو کې تر ټولو لوړې ۳۴۸ نومرې اخیستي دي چې د هرات پوهنتون د معالجوي طب پوهنځي ته کامیابه شوې ده.




هغه نجونې چې تېر کال یې دولسم ټولګی نه و لوستی، ارتقا ورکړل شوه او په کانکور کې یې ګډون وکړ خو د ښوونځيو هغه زده کوونکې چې لا یې درسي بهیر پوره شوی نه دی، وايي د خپل نامعلوم برخلیک په اړه اندېښمنې دي.


د طالبانو حکومت پر افغانستان له بیاځلي واکمنېدو راهیسې چې له یو کال زیاته موده پرې اوړي د نجونو ښوونځي تړلي دي او په کوردننه او بهر د پراخو غبرګونونو سره سره یې تر اوسه د بېرته پرانیستلو په برخه کې اقدام نه دی کړی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus