Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د باميانو اوسېدونکي: د خوړو نړيوال پروګرام راباندې بې کيفيته خوراکي توکي وېشلي

د بامیانو او دایکندي ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له‌خوا د بې کیفته موادو له وېش شکایت کوي.


حسین چې د بامیانو ولایت اوسېدونکی دی وايي، له ده سره مرسته شوي ځني مواد د استفادې وړ نه‌دي.


د حسین په خبره، د خوړو نړېوال پروګرام «WFP» له‌خوا یې چې خوراکي مواد ترلاسه کړي چې اوړه یې چینچي لري.


ښاغلی حسين وايي: "درې ورځې وړاندې چې WFP مؤسسې له‌خوا چې سروې شوې وه، نور مواد یې ښه و، خو اوړو یې ستونزه درلوده، ډوډۍ يې خرابه او توره ده، د اوړو په منځ کې چینچي دي،هیڅ ترې استفاده نه‌کېږي."




حسین وايي، له دې مخکې یې چې کوم مواد ترلاسه کول کیفیت ښه و.


د بامیانو ولایت یو بل اوسېدونکی چې د امنیتي ستونزو له امله نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو سره ورته ستونزه شريکه کړه.


نوموړي وويل: "دغه مواد ډېری یې فاسده دي، دغه اوړو نه ډوډۍ نه پخیږي، په بامیانو ولایت کې ډېری خلک له تنور نه استفاده کوي، دغه اوړه په تنور کې د پخېدو قابلیت نه‌لري."


نوموړی وايي چې، چارواکي په دې برخه کې پام وکړي.




د دایکندي ولایت ځینې اوسېدونکي هم د (WFP) له‌خوا د مرسته شویو خوراکي توکو له کیفیت شکایت کوي.


د دغه ولایت د نیلي ښار اوسېدونکي محمد کاظمي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "اوړه ډېر بې کیفته دي، مزه یې ډېره خرابه ده، بله دا چې چینجي لري، اصلا د استفاده وړ نه‌دي، ځیني یې ښه دي خو نور یې اصلاأ د استفاده وړ نه‌دي."


د ښاغلي کاظمي په وینا، ګاونډیانو ته یې هم بې کیفیته مواد ورکړل شوي.


د بامیانو او دایکندي ولایتونو اوسېدونکي وايي، په ترلاسه شویو موادو کې حبوبات، اوړه او غوړي شامل دي چې دا ځل یې اوړه د کار نه‌دي.




په افغانستان کې د خوړو نړېوال پروګرام (WFP) مسؤلينو ازادي راډیو ته وویل چې د مرسته شويو خوراکي موادو کیفیت د دوى لپاره جدي مسله ده.


د دې پروګرام ویاند وحیدالله اماني وايي، ټول مواد د دوى له‌خوا تر جدي څېړني او ارزونې وروسته په خلکو وېشل کېږي.


ښاغلي اماني وويل: "که احیانأ هغوی ته بې کیفته مواد وېشل شوي باید بېرته ترې راټول شي او په ځای يې سم مواد ورکړل شي، خو په ټوله کې موږ د موادو کیفت ته ډېر جدي پام کوو او هغه مواد چې له بهر نه واردیږي او یا هم دننه هېواد کې دي د کیفیت ټیسټ يې کوو."


د ښاغلي اماني په خبره، هغه کسان چې د مواد له ستونزو سره مخ کیږي باید د دوى له ادارې سره په اړیکه شي.




په ورته وخت کې په بامیانو ولایت لپاره د طالبانو حکومت د والي ویاند صبور سیغاني ازادي راډيو ته په یو لیکي پیغام کې ویلي، دوی هم له دې بهیر نه جدي څارنه کوي او هیڅ یوې مرسته کونکي بنسټ ته اجازه نه ورکوي چې په خلکو بی کیفته مواد ووېشي.


خو د دایکندي ولایت د والي ویاند غضنفر کاظمي بیا د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.


وروسته له هغې چې طالبانو بياځلي په ټول افغانستان واکمن شول او په دغه هېواد کې اقتصادي ناورين راغی د خوړو نړېوال پروګرام اعلان وکړ چې په میاشتیني ډول به ۱۵ میلیونه افغانانو سره مرسته کوي.


دغه پروګرام دغه شان ویلي، چې په ۲۰۲۲ کال یې شاوخوا ۲۱ میلیونه هغه کسانو ته چې زیانمن او د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي په ټول افغانستان کې مرسته کړې.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus