د نړۍ ۷ ستر صنعتي هېوادونه نن له اوکراين په ملاتړ بحث کوي
د جرمني په کوربهتوب د "جي ۷" غونډه داسې مهال جوړیږي چې د روسیې وروستیو توغندیزو بریدونو د اوکراین د برښنا تاسیسات په پراخه اندازه زیانمن کړي او د ډېرو سیمو برښنا ورسره پرې شوې.
رویټرز خبري اژانس ویلي چې، دغه دوه ورځنۍ غونډه د جرمني په لوېدیځ ښار مونستر کې جوړیږي.
کاناډا، امریکا، فرانسه، جرمني، برېتانیا، ایټالیا او جاپان د جي ۷ سازمان غړي هېوادونه دي.