Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د کوکنارو کښت یو په درېیمه برخه زیات شوی

د ملګرو ملتونو سازمان له نشه‌يي موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره وايي، په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت یو په درېیمه برخه زیات شوی.


د ملګرو ملتونو سازمان له نشه‌يي توکو او جرمونو سره د مبارزې اداره وايي، په افغانستان کې د کوکنارو کښت د تېر کال په پرتله ۳۲ سلنه زیات شوی دی.


دې ادارې نن په خپل تازه راپور کې لیکلي، سږ کال په ټول افغانستان کې په ۲۳۳ زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي چې د تېر په پرتله یو په درېیمه برخه زیاتوالی ښيي.


دا د ۲۰۲۱ کال د اګسټ را پدېخوا یعنې له کله چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، په افغانستان کې د کوکنارو د د کښت او راپورته کېدونکو ګواښونو او د کوکنارو د ناقانونه سوداګرۍ په اړه د ملګرو ملتونو سازمان له نشه‌يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې لومړنی راپور دی.


د دې راپور پر بنسټ، له هغې وروسته چې په اپرېل میاشت کې طالبانو د کوکنارو کښت منع کړ، د اپینو بیې لوړې او له دې لارې د افغان کروندګرو عواید درې چنده زیات شول.



د ملګرو ملتونو سازمان له نشه‌يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادار راپور ښيي چې په ۲۰۲۱ کال کې افغان کروندګرو د اپینو له پلور ۴۲۵ میلیون ډالر په لاس راوړي، خو سږ یعنې په ۲۰۲۲ کال کې دا رقم ۱،۴ میلیارډ ډالرو ته ورسېد.


د ملګرو ملتونو سازمان له نشه‌يي موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره وايي، د کوکنارو کښت د هېواد په سویل لویدیځو برخو متمرکز و چې د ټولې سیمې ۷۳ سلنه برخه جوړوي. راپور کې راغلي، په هلمند کې د ټولو کرنیزو ځمکو یو په پنځمه برخه کې کوکنار کرل شوي.


خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور بیا نه مني چې د کوکنارو کښت دې د تېر په پرتله زیات شوی وي.


هغه د سه شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "د نشه‌يي توکو په کاروبار، کرکېله او قاچاق هر ډول بندیز لګېدلی دی. دا مهال په ټول افغانستان کې یو بوتی کوکنار هم نه‌دی کرل شوی او نه اجازه ورکول کېږي چې څوک دا بوټی وکري."


دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر ملاهبت‌الله په یوه فرمان کې په افغانستان کې د هر ډول نشه‌يي‌ موادو کښت منع کړی دی.




خو د ملګرو ملتونو سازمان له نشه‌يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې راپور بیا ښيي چې سږ کال د کوکنار حاصلات تر ډېره حده د طالبانو د مشر ملاهبت الله له فرمانه معاف شوي او بزګران باید اوس د راتلونکي کال لپاره د کوکنارو د کښت په اړه پرېکړه وکړي.


هاخوا یو افغان کروندګر چې نه غواړي نوم خپل او د سیمې نوم یې په راپور کې خپور شي، له طالبانو غواړي چې د کوکنارو د کښت مخه ونیسي.


یو کروندګر وویل: "اوس ځکه چې د کښت وخت دی، باید مخه یې ونیول شي. که سږ کال بیا هم بند نه شول، دا به افغانستان له سخت بشري ناورین سره مخ کړي."


طالبان داسې مهال د کوکنارو د کښت د مخنیوي له ننګونې سره مخ دي چې د نوي کال لپاره د کوکنارو کښت په نومبر یعنې همدې میاشت کې پیلېږي.


د ملګرو ملتونو سازمان له نشه‌يي موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره وايي، له کوکنارو د تر لاسه شویو تریاکو په اندازه کې بیا کموالی راغلی.


راپور زیاتوي، د روان کال په لومړیو کې د وچکالۍ له امله له هر هکټار ځمکې ۲۶،۷ کیلوګرامه تریاک ترلاسه شول، داسې مهال چې په ۲۰۲۱ کال کې دا اندازه ۳۸،۵ کیلوګرامه وه. د راپور پر بنسټ، په دې توګه ۶ زره او ۲۰۰ ټنه تریاک ترلاسه شوي چې ۲۰۲۱ کال په پرتله ۱۰ سلنه کموالی ښیی.


د ملګرو ملتونو سازمان له نشه‌يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې راپور لیکي، که چېرې په ۲۰۲۲ کال کې ترلاسه شوي تریاک په هیروینو واړول شي، نو له ۳۵۰ تر ۳۸۰ ټنو خالص هیرویین به ترې راووځي.


د ملګرو ملتونو سازمان له نشه‌يي موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره دا هم وايي، چې په افغانستان کرل شوي کوکنار د نړۍ د ټولو کوکنارو ۸۰ سلنه برابروي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus