افغان لوبغاړی 'حضرت الله ځاځی' د کرکټ د روان نړیوال جام له سیالیو بهر شو
د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې د افغان کرکټ د ملي لوبډلې چپ لاسی پیلیز توپوهونکی یا اوپنر حضرت الله ځاځی له دې وړاندې د تمریناتو پر مهال د عضلاتو درد پيدا کړی واو پرون ورځ یې د تمریناتو پر مهال یو ځل بیا د پښتورګي دردونه پیدا کړي چې له امله به یې د پاتې لوبو برخه نه وي.
د بورډ په خبره د ځاځي پرځای به ګلبدین نایب د لوبډلې برخه شي.
افغانستان کرکټ لوبډله سریلانکا سره سیالي لري.