Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

لورالايي امن جرګې د ناامنيو د مخنيوي او يو زده کوونکي د قاتل نيولو غوښتنه وکړه

د بلوچستان په لورالايي کې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو استازو او قومي مشرانو يو ځل بیا له حکومته غوښتنه کړې چې د وژل شوي زده کوونکي اسرار احمد قاتلينو ته سزا ورکړي.

د اکتوبر په ۳۰مه، د دې جرګې ویناوالو ادعا وکړه چي تر یو پلان لاندې د ترهګریزو پېښو لړۍ له خیبر پشتونخوا څخه بلوچستان ته ليږدول شوې ده. د پښتون ژغورنې غورځنګ ځايي‌مشر محمد عمر کدیزي وويل چې په صوبه کې د امنيت ټينګول د حکومت ذمه واري ده چې پکې ناکامه شوی دی. 


د ځايي خلکو او ليويز ځواک په وینا، د اکتوبر پر ۱۷مه نېټه څلور ځوانان د بوري کورهارډ بند ته په مېله تللي ول چې هلته ورباندې نامعلومو کسانو برید وکړ چې پکې زده کوونکی اسرار احمد ووژل شول او د هغه درې ملګري ژوبل شول. 




ليويز ځواک ویلي چې پر هغو څلورو کسانو ډزې شوې وې او په چړو وهل شوي دي. ټپيان دا مهال په لورالايي روغتون کې تر درملنې لاندې دي. د پېښې پرضد د پښتون ژغورنې غورځنګ په اعلان د اکتوبر په ۱۸مه هم مظاهره شوې وه. خلکو د لورالايي بازار تړلی وو او حکومت ته یې خبرداری ورکړ چې که امنيت پر ځای نه شو، دوی به خپل احتجاج پراخه کړي. 




د اکتوبر په ۳۰مه د شوې جرګې مشر او د پښتونخواملي عوامي ګوند پخواني صوبايي وزیر بابت لالا وویل چي دا سرار احمد د وژني څخه دمخه یو بل زده کونکي  اسرار ناصر له سکول څخه لادرکه شوی خو تر اوسه نه دی موندل شوی. هغه پر ځايي‌امنيتي ادارو او پولیسو غږ وکړ چې که په دې اړه څه پلټنې شوې وي هغه دې خلکو ته واضحه کړي. 


دې جرګې ته د عوامي نېشنل ګوند يو ځايي مشر منظور کاکړ د وينا په وخت وويل چې حکومت باید د مرموزو وژنو د مخنيوي تر څنګه قلنګ اخیستل، د پيسو لپاره د خلکو تښتول او د نشه يي موادو پلور هم بند کړي. هغه زیاته کړه چې که حکومت یې غوښتنې پوره نه کړي، احتجاجونه به پيل کړي. 


د لورالايي ډپټي کميشنر، ډاکټر عتیق الرحمان د اکتوبر په ۲۵مه مشال راډيو ته ويلي‌وو چې د اسرار احمد د وژنې په تړاو یې پينځه هغه کسان نیولي وو چې د نوموړي سره د ټيليفون له لارې په تماس کې وو. د هغه په خبره کوښښ کوي چې اصلي ملزم هم ونیسي. 




 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus