د تحریک انصاف مشر عمران خان د اکتوبر په پیل کې په ولسي غونډو کې په بیا بیا د حکومت ضد لاریون پیلولو ذکر کاوه خو نېټه یې د اکتوبر پر ۲۵مه تر هغې څلور ورځې وروسته ورکړه چې د پاکستان انتخاباتي کمېشن د توشه خانې په قضیه کې د قامي اسمبلۍ له څوکۍ نااهله کړ.