Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ډیپلومات: افغانستان کې د بلوڅ بېلتونپالو د ځینو غړو د وژنې پېښې شوي

ډیپلوماټ خپرونه:


ډیپلومات خپرونې په تازه ګڼه کې د پاکستان د بلوڅ بېلتون غوښتونکو پر موضوع لیکنه خپره کړې، چې په وروستیو کې یې ځینې غړي یا نیول شوي یا وژل شوي، خو دغه غورځنګ یې بیا هم ختم کړی نه‌دی.


ادعا شوې چې د دې غورځنګ د ځینو غړو د وژل کېدو پېښې په افغانستان کې شوې دي.


لیکوال یې عبدالباسط لیکنه په دې عبارت پیلوي، چې د سپټمبر میاشتې په نیمايي کې د بلوڅانو د ملتپال پوځ یا (BNA) مشر ګلزار امام په ترکیه کې ونیول شو، چې له ایران څخه تازه په الوتکه کې رسېدلی و.


د ډیپلومات خپرونې د لیکوال په خبره، د هغه د نیولو خبر نه د بلوڅانو دغې بېلتون غوښتونکي ډلې او نه هم د پاکستان امنیتي ادارو رد یا تأیید کړ، خو دواړو لوریو په غیر رسمي بیانونو کې د امام د نیولو خبر تأیید کړی دی.


د لیکنې په یوه برخه کې راغلي، که څه هم د ګلزار امام نیولو به په بلوچستان ایالت کې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو شبکه ټکنۍ کړې وي، خو په ټوله کې یې دغه غورځنګ نه‌دی کمزوری کړی.


لیکوال وايي، پخوا هم کیسه دغسې وه، کله چې د بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې د یوې څانګې مشر، اسلم اچو، چې په ۲۰۱۸م کال په کراچۍ کې د چین پر قونسلګرۍ د حملې اصلي طراح په افغانستان کې ووژل شو، د هغه د ځایناستي بشیر زېب په مشرۍ دغه ډله لا پسې پیاوړې شوه.


د لیکوال په باور، کله چې تر هغه مخکې د بلوڅانو قومي مشر نواب اکبر بُګټي د ۲۰۰۶م کال په اګست میاشت کې د پوځ د عملیاتو پر مهال ووژل شو، د بلوڅانو بېلتون پالنه لا تاوتریخجنه شوه.


دا کیسه د بلوڅانو د غورځنګ د بنسټګر میر بلوچ مري په مورد کې هم دغسې ده، چې د ۲۰۰۷م کال په نوامبر کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ساحه کې ووژل شو.


د ډیپلومات په مقاله کې لولو، چې په وروستیو کې په بلوچستان ایالت کې چې افغانستان ته څېرمه پروت دی، یو وار بیا تاوتریخوالی زیات شوی او د ځینو حملو مسؤلیت د بلوڅانو بېلتون غوښتونکو منلی دی.


د پاکستان بلوڅ بېلتون غوښتونکي تر ډېره په بلوچستان ایالت کې فعال دي، دوی له کلونو راهیسې له حکومت څخه د دغه ایالت په طبیعي زېرمو کې د پراخې غونډې غوښتنه کوي.


ډېلي ټایمز ورځپاڼه:



د پاکستان ډيلي ټایمز ورځپاڼې په دې اړه لیکنه خپره کړه، چې د افغانستان په ګډون د سیمې ګڼو هېوادونو ته د روان کال په لومړۍ ربع کې د تېر کال د همدې مودې پرتله د پاکستان صادرات صفر اعشاریه ۷۲ فیصده زیات شوي دي.


د لیکنې په حواله افغانستان، چین، بنګله‌دېش، سرېلانکا، هند، نیپال او مالدیف ته د پاکستان د صادراتو اندازه ۹۵۳ اعشاریه ۱۱۳ ملیون ډالرو ته رسېږي، چې د پاکستان د ټولو صادراتو ۱۲ نیم فیصده برخه جوړوي.


د پاکستان دولتي بانک ویلي، چې چین د هغو هېوادونو په سر کې راځي چې د پاکستان ډېر صادرات ورته شوي، یعنې تر بنګله‌دېش او افغانستان مخکې شوی دی.


د روان کال په لومړۍ ربع کې له اوو سیمه‌ییزو هېوادونو پاکستان ته د وارداتو اندازه ۳۳۱۸ اعشاریه ۲۴۰ ملیونه ښوول شوي، چې د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۱۹ اعشاریه ۶۷ فیصده کموالی ښيي.


افغان سوداګرو پر پاکستان په وار- وار انتقادونه کړي، چې د افغانستان د مېوو د رسېدو پر وخت عمده ټرانزیتي لار تړي، چې له کبله یې افغان باغ لرونکي او سوداګر هر کال زیانمنېږي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus