Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

کارګر ماشومان: د طالبانو حکومت له کار منع کړي يو

د واټونو د سر یو شمېر کارګر ماشومان وايي، د طالبانو حکومت پرته له دې چې له دوی سره مرسته وکړي، له کار کولو یې منع کړي دي.


مریم په خوږ ماشومتوب کې د زده‌کړو او لوبو پر ځای په واټونو کار کولو ته د بیا ستنېدو په فکر کې ده.


هغه کار چې تر څو میاشتو مخکې پورې یې کولو، د واټونو پر سر د خودکار قلمونو پلور.


مریم ازادي راډیو ته وویل، طالبانو دا له کار کولو منع کړې، خو دې او کورنۍ سره یې د مرستې ژمنه نه‌ده عملي کړې.




نوموړې وايي: "د دوهم ځل لپاره یې چې موږ ونیولو ورته مو عذر وکړ، چې موږ خوشې کړئ خو راته یې وویل، چې موږ درته ویلي، چې د خوړو کارت درکوو. خو یوه میاشت تېره شوه نه یې کارت راکړی او نه د خوړو لپاره څه لرو، زه یې د څلور ورځو لپاره پل چرخي زندان ته یوړم، او له څلور ورځو وروسته مې مور راغله او موږ یې راخلاص کړو، مور یې راته ووهله چې ولې دوی کار ته لېږې، خو زه پلار نه‌لرم."


کرشمه او مرتضی دوه نور هغه ماشومان دي چې د کابل د سرکونو په غاړو کار کوي.


کرشمې ازادي راډيو ته وويل: "کرشمه یم، په کابل کې ژاولې پلورم، موږ طالبانو یو ځل بایمیټریک کړو او د یوې میاشتې لپاره له کوره ونه وتو خو دوی موږ ته نه مواد راکړل او نه بل څه، زه پلار نه‌لرم او د کور لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوم.که زه کار ونه‌کړم نو زموږ کورنۍ به څنګه کېږي موږ وږي پاتې کېږو."




دغه راز مرتضی وايي: "زما نوم مرتضی دی، او زه په شهر نو کې خلکو ته سپیلني لوګي کوم، موږ يې یو وار بایمټریک کړو او راته وویل شول چې له تاسې سره مرسته کو موږ خوشحاله وو نږدې شل ورځې له کوره ونه وتم خو اوس چې راووتو طالبان راپسې دي موږ نه پرېږدي وهي مو، زه يې پنځه ورځې بندي کړی وم، موږ مې راپسې راغله چې خوشې مې کړي دوی هغه هم ووهله."




دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې د دوی د مشر ملاهبت الله اخندزاده په امر په کابل ښار کې د سوالګرو د را ټولولو لړۍ پیل کړې ده.


د دې کمېټې مشري د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر کوي.


دا چې تر اوسه له څومره سوالګرو سره مرسته شوې ، په دې برخه کې کوم کارونه تر سره شوي او دغه راز د سوالګرو ماشومانو سره د بد چلند په تړاو مو وغوښتل چې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د ویاند او د کابل د امنیه قومندانۍ نظر واخلو خو دوی زموږ دې پوښتنو ته ځواب ور نه‌کړ.




خو یوه میاشت مخکې د طالبانو د حکومت د مرستیال ویاند بلال کریمي ازادي راډيو ته ویلي و، د روان کال د سنبلې تر ۱۲ پورې يې ۳۰۴۸ تنه سوالګر د کابل ښار له بېلابېلو سیمو را ټول کړي.


د ده په خبره له ډلې يې ۲۱۰۹ يې مېرمنې دي چې له څېړنې وروسته ۶۲۹ يې مستحقې او ۱۴۸۰ نور یې حرفوي سوالګرې پېژندل شوې دي.




د طالبانو حکومت ویلي دي چې، له کابل ښاره ټول راټول شوي بې‌وزلي کسان يې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ته پېژندلي دي چې لازمې مرستې به ورسره وشي.


دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو را ورسته چې څه د پاسه یو کال ترې تېریږي په افغانستان کې بې‌وزلي او بې‌کاري په بې سارې ډول لوړه شوې ده.


د نړیوالو بنسټونو د راپورونو پر بنسټ په افغانستان کې له ۲۴ میلیونه زیات کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus