Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په کابل کې د یوې ښوونکې ادعا: طالبانو د ښوونځي د بندولو ترڅنګ وګواښلم

په کابل کې د یو کورني ښوونځي ښوونکې وايي، طالبانو یې ښوونځی تړلی او ورته ویلي يې دي چې نور دې تدریس نه کوي.


دا ښوونکې وايي، چې په کورني ښوونځي کې یې ۵۰ مېرمنو او نجونو ته تدریس کاوه.


دا چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ادعا کوي چې د شنبې په ورځ یې طالبانو تدریسي ځای څېړلی او ګواښلې یې ده چې نور به درس نه ورکوې.


د دغې ښوونکې په خبره، د طالبانو امنیتي حوزې یې زده کونکو او په خپله دې ته سپکاوی کړی او ټول تحصیلي اسناد یې ورته ضبط کړي.


هغه زیاتوي: "زما تذکره، هغه ځای کې چې زېږېدلې یم، ټول تحصیلي اسناد مې چې هر چېرته مې درس ویلی و هغه ټول یې رانه وغوښتل چې کله مې ورته وروړل را څخه قید یې کړل. زه یې حوزې ته بوتلم ۵-۶ زده کونکي هم راسره وو، زه یوازې نه وم چې کله هلته لاړو، زه په ډېر بخښنې سره چې دا خبره کوم ماته یې وویل تاسو ډېر بد اخلاقه نجونې یاستئ او ټولنه مو خرابه کړې ده."


دغه ښوونکې وايي، دا یې څوم ځل دی چې د طالبانو د ګواښونو له امله د خپل کورني ښوونځي ځای بدلوي.


خو د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور بیا ازادي راډيو ته لیکي چې دا ادعا حقیقت نه لري.


په کابل کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ هم ازادي راډیو ته په یو پيغام کې لیکلي چې په کابل کې دوى تر اوسه دا ډول راپور نه دی ترلاسه کړی.


دا به داسې حال کې ده، چې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ په ترکیه کې د عالمانو یو نړیوالې غونډې ته د خپلې وینا پر مهال یو ځل بیا ټینګار کړی چې د دوى حکومت په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو بیا پرانیستې ته ژمن دی.




مجاهد داسې مهال دا خبره کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره اونۍ په یو شمېر طالب مشرانو له دې امله د ویزو او سفر بندیزونه ولګول چې د دوي په وینا طالبانو د افغان مېرمنو او نجونو بشري حقونه نقض کړي دي.




طالبانو پر افغانستان تر بيا ځلي واکمنېدو ورسته، چې له کال زياته موده پرې اوړي، له شپږم ټولکي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې تړلي او په کور دننه او بهر د غبرګونونو سره سره دوى په دې برخه کې تر اوسه کوم اقدام نه دى کړى.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus