Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د اوتونبایوا او متقي لیدنه؛ پر اعتماد جوړونې، زده کړو او بانکي سیستم خبرې شوي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د مرستندوی ماموریت یا یوناما په یوه ټوېټ کې ویلي دي چې تازه ټاکل شوې مشرې یې روزا اوتونبایوا د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره په خپله لومړۍ لیدنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د اعتماد جوړولو، زده کړو او بانکي سیستم په اړه خبرې کړې دي.


د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هم پر خپل ټوېټر د دې لیدنې په اړه ویلي دي چې دوى اغلې اوتونبایوا ته د همکارۍ ډاډ ورکړی او غوښتنه یې ترې کړې چې د خپل مسووليت په چوکاټ کې د افغانستان حقایق نړۍ ته ورسوي.


بلخي لیکلي دي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له اوتونبایوا څخه غوښتي چې له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو په جوړولو کې برخه واخلي او د یو بل شرایط، غوښتنې او لومړیتوبونه درک شي.


روزا اتونبایوا داسې مهال په افغانستان کې خپله دنده پيلوي، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د هېڅ هېواد له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی او طالبانو هم د بشري حقونو، په ځانګړي د نجونو او ښځو، د بیان ازادۍ، د ټولګډونه حکومت د جوړولو او نورو برخو کې د نړیوالې غوښتنو ته غوږ نه دی ايښی.


سیاسي شنونکی طارق فرهادي وايي، د اغلې اوتونبایوا ماموریت هغه وخت بریالی کېدای شي چې د طالبانو د حکومت لخوا ورسره همکاري وشي او ځینې تغیرات رامنځته شي.




فرهادي وویل: "د ځینو هغو بندیزونو چې په افغانستان لګول شوي، لرې یې کول یې مهم دي. د دې لپاره چې دا بندیزونه لرې شي، باید ښوونځي خلاص او ځینې نور کارونه وشي چې په نړیواله سطحه د هغو ښو کارونو په بدل کې چې کابل کې کېږي، افغانستان ډېر ملاتړي پيدا کړي، د دې ترڅنګ هغه څه چې اغلې اوتونبایوا په کاري لایحې کې ډېر شوي، هغه بشري حقونو او په افغانستان کې د حکومت او نورو سیاسي قشرونو ترمنځ خبرې اترې دي."


فرهادي دا د طالبانو په ګټه بولي چې له اغلې اوتونبایوا سره همکاري او د نړیوالو ټولنې غوښتنو ته پام وکړي چې په پایله کې یې له افغانستان سره د نړۍ اړیکې ښې شي.


که څه هم یوناما ویلي چې د طالبانو حکومت له بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره د اغلې اتونبایوا په لومړنۍ لیدنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د اعتماد جوړولو، د زده کړو، په ځانګړی توګه د نجونو د زده کړو او بانکدارۍ په اړه خبرې شوې دي، خو د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو څانګې مشرې هیدر بار بیا په يوه ټوېټ کې ویلي، په کار وه چې په دې لیدنه کې د بشري حقونو په اړه هم خبرې شوې وای.




د قرغزستان مخکېنۍ ولسمشره اغلې روزا اوتونبایوا د سپټمبر په دویمه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له خوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د مرستندوی ماموریت یا یوناما مشره وټاکل شوه چې له یوې میاشتې وروسته یې په افغانستان کې خپله دنده پیل کړه.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus