Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د هوټلونو مالکان: اقتصادي بحران او د طالبانو محدوديتونو مو کاروبار اغېزمن کړی

د رستورانتونو ځینې خاوندان ادعا کوي چې د اقتصادي بحران او دغه شان د طالبانو له‌خوا د یو شمېر محدودیتونو له امله یې مشتریان کم شوي دي.


عام خلک هم د رستورانتونو د خاوندانو د خبرو په تائید سره وایي، چې د طالبانو له وېرې د خپلې کورنۍ له مېرمنو سره هم ډوډۍ خوړلو ته نه‌شي تللی.


یو شمېر کابل ښاریان وایي، چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان په نږدې ټولو ولایتونو په ځانګړي ډول پلازمېنه کابل کې، په پرمختللي ډول رستورانتونه جوړ شول، چې په دې رستورانتونو کې نارینه او هم ښځې په کار بوختې وې.


دوی وايي، وخت په وخت به د کورنۍ له غړو سره ورتلل او په دغو رستورانټونو کې به یې ډوډي خوړله، خو د دوی په خبره پر افغانستان د طالبانو په بیا ځلې واکمنېدو سره اوس په بې‌غمه زړه رستورانتونو ته نه‌شي تللی، ځکه طالبان راځي اوله نارینه وو څخه یې پوښتنه کوي، چې راغلي کسان څه سره کېږي؟


د کابل اوسېدونکې مریم هوتک وايي: "طالبان یو ډول تحقیق کوي، پوښتنې کوي چې دا څوک ده؟ ولې دې راوستلې ده؟ چې ورته ووایې مېرمن او مېړه یو، بیا وایي چې موږ څنګه باور وکړو چې تاسو رښتیا وایئ، په رستورانټونو کې ګڼه ګوڼه بیخي کمه شوې ده، چې یو لوی لامل یې همدا د طالبانو تحقیات دي."




د کاپیسا اوسېدونکی جلال بیا وایي، بې‌کاري او بې‌وزلي هم د دې لامل شوې چې دوی په رستورانت کې ډوډۍ ونه خوري.


نوموړی وايي: "د طالبانو له راتګ سره د خلکو کار نه‌شته، معاش نه‌لرو، اقتصادي حالت خراب دی، ولس له سختو ستونزو سره مخ دی، په کور کې د خوړو وس نه‌لرو نو رستورانټ تګ ته به پیسې له کومه کړو. "


د کابل ښار په کوټې سنګي کې د یوه رستورانت څښتن محمد خان وایي، چې یوه ورځ رستورانت کې مېلمانه لري، شپږ ورځې یې نه‌لري، نو ځکه یې پخوانۍ مزه او ګټه وټه نه ده پاتې.


نوموړی وايي: "بس لګیا یو وروره څه وکړو سهار تر بېګا دغلته ناست یو، کاروبار بیخي نه‌شته، اقتصاد صفر دی، خلک راشي پوښتنه کوي چې خوراک په څو ده، بېرته لاړ شي، موږ هم ورسره په جنجال پاتې یو. "


په کابل ښار کې د یوه رستورانت شاګرد چې نه‌غواړي نوم او د رستورانت موقعیت یې په راپور کې خپور شي وايي، چې خلک له طالبانو ډارېږي د خپلۍ کورنۍ له مېرمنو سره نه راځي، ځکه په وار وار مو لیدلي چې نارینه او مېرمنې چې په یوه میز دوډۍ خوري د دوی لخوا پوښتنې ورنه کېږي، چې تاسو څه سره کېږئ؟




هغه وويل: "د اماراتو له ډاره هم خلک نه راځي، مخکې به خلک له کورنیو سره راتلل، له خپلې نامزادې سره به راتلل، اوس چې راشي د طالبانو له‌خوا پوښتنې ورنه کېږي، چې ولې یو ځای ناست یاستی؟ همدا وجه ده چې خلک نه راځي، زموږ کار او بار هم په ټپه ولاړ دی."


خو د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند محمد صادق عاکف مهاجر بیا دا عادعاوې ردوي.


نوموړی وايي: "دا ډول هیڅ زموږ په اصولو کې نه‌شته چې په رسټورانټونو کې پوښتنې وشي، چې ته څوک یې او دا څوک ده؟ دا هسې پروپاګن ده او تبلیغات یې بللی شو."


د یادونې ده، چې مخکې ورته ادعاګانې په هرات ولایت کې هم شوې وې، چې د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت، هغه مهال دا ادعاوې رد کړې وې.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus