Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

سیلابونو فصلونو ته د اړولي نقصان له وجې خوراکي شيان ګران کړي دي

په پاکستان کې د راغليو سیلابونو له امله له تیرې یوې اونۍ راهیسې د دې هيواد تر ټولو لوی صنعتي ښار، کراچۍ او نورو ښارونو کې د سبزیانو نرخونه زیات شوي دي.

دکراچۍ د کيماړي سيمې يو اوسيدونکي ګوهرالرحمان د اګست په ۳مه مشال راډيو ته وويل چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې ټماټر په څلور سوه يا څلورنيم سوه روپۍ يو کيلو دي. بينډۍ او نورې سبزیانې تر دې هم ګرانې شوې دي. "د سبزيانو بیې د غوښو بیو سره يو شان شوي دي. نو ډير خلک یې نه شي اخیستلی."


په کراچۍ کې چې د پاکستان ګڼو سیمو ته ترې خوراکي توکي او سبزیانې وړل کيږي، د خوراکي شيانو وررسیدل کم شوي دي. د دې وجه په سیلابونو کې ويجاړ شوي فصلونه، باغونه او سړکونه دي. تر اوسه حکومت کره شمېرې نه دې وړاندې کړې خو په عمومي ډول یې دا اندازه لګولې چې په لسګونو زره اېکړه ځمکو ولاړ فصلونه له منځه تللي دي.




د کراچۍ په سبزي منډيي کې د تازه ميوو او سبزيانو د اتحاديې يو مشر حيات زاده د اګست په ۳۰مه مشال راډيو ته وويل چې يا خو مالونه نه ورځي او یا چې ورشي، ډير یې خراب شوي وي. "د مالونو راتګ کم شوی دی. او کومې چې راځي، هغه هم ۶۰ فيصده خراب شوي وي. پخوا به له افغانستانه ټماټر راتلل او له ايرانه به سبزیانې راتللې خو اوس د لارو د خرابېدو له وجې دا مالونه یې نه راځي او يا هم په داسې حال کې راشي چې د کارولو وړ نه وي."


د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د خوراکي موادو د نشتوالي بحران رامنځته کېدو مخنيوي لپاره راضي شوي چې له هنده هم چې د پاکستان ورسره تجارتي اړيکې په ټپه ولاړې دي، سبزي وروغواړي.


د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل څو ورځې وړاندې په خپله يو خبري غونډه کې وويل چې که ډير ضرورت پېښ شو نو له افغانستان او هند څخه به سبزیانې او نور خوراکي شيان وروغواړي.


د يادونې وړ ده چې د پاکستان پخواني حکومت د ۲۰۱۹ کال د اګست په پنځمه د هند له خوا د کشمير د ځانګړي حيثيت د ختمولو له اقدام وروسته له هند سره د سوداګرۍ د ختمولو اعلان کړی وو.




په کراچۍ کې تجاران وايي چې که له نورو هيوادونو سبزیانې راونه غوښتل شي نو پاکستان به د لوی ناورین سره مخامخ شي. د سبزيانو او تازه ميوو درامد او برامدونکی سوداګر، عرفان الله د اګست په ۳۰ مشال راډيو ته وويل چې د سیلاب او باران اوبو د کر ځمکې له کرلو ویستلې نو ځکه ممکنه ده چې د يو کال پورې د سبزیانو او ميوو د کمي بحران جاري پاتې شي.‌


د هغه په وينا له کومو کرند ګرو یې چې سبزیانې او میوې اخیستلې، هغوی ورته ويلي چې اوس یې فصل خراب شوی دی. "ځکه زه وايم چې حکومت بايد سر له اوس څخه له نورو هېوادونو د خوراکي موادو اخیستل پيل کړي."




 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus