Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

عدالت عمران خان ته حکم کړی چې د سپتمبر پر اتمه بيا خپل ځواب جمع کړي

اسلام اباد  های کورټ د پاکستان پخواني وزيراعظم عمران ته حکم کړی چې يوې ججې ته د ګواښ کولو او عدالت ته د سپکاوي په کيس کې دې د سپتمبر په اتمه بيا ځواب جمع کړي.

د اګست په ۳۱مه، د  اسلام اباد های کورټ چيف جسټس په مشرۍ پينځه کسيزه بېنچ د دې کېس اورېدنه  وکړه. که څه هم معلومه نه ده چې د عمران خان لخوا په جمع کړل شوي ځواب کې څه ويل شوي خو عدالت وېلي دي چې هغه ترې مطمين نه دی.


پر عمران خان تور دی چې هغه یوې ججې ته ګواښ کړی او د هغې ژوند یې په خطر کې اچولی دی. نوموړي د اګست پر ۲۰مه په اسلام اباد کې مظاهره چيانو ته په خپله وينا کې ویلي وو چې د هغه د ګوند يو نيول شوي سیاستوال، شهباز ګېل ته د جسماني ريمانډ ورکونکې اېډيشنل ښځينه ججې زېبا چودري خلاف به کاروايي کوي او د هغې خلاف به مقدمه جوړوي.




عدالت له عمران خان غوښتي چې د دغه بيان وضاحت وکړي. شهباز ګيل د اګست پر ۱۲مه عدالت ته ویلي وو چې پر هغه د پلټنو پر مهال تشدد شوی دی خو د اسلام اباد پوليسو په وار وار دغه تورونه رد کړي دي. نوموړی په پاکستاني پوځ کې د بغاوت د خپرولو په تور په زندان کې دی.


د اسلام اباد پولیسو هغه له يو شخصي ټيليويژن اې ار وای سره تر هغې مرکې وروسته ونيو چې نوموړي پکې ويلي وو چې د پاکستان د پوځ سرتېري دې د خپلو مشرانو افسرانو هغه امرونه نه مني چې هغوی یې په غيرقانوني ډول د عمران خان خلاف ورکوي. پولیسو دا خبرې په پوځ کې د "بغاوت" کولو د يوې هڅې په توګه واخیستې او نوموړی یې ونيو.


د اګست پر ۱۹ مه نېټه د شهباز ګېل يوه ويډيو مخې ته راغلې وه چې نوموړي پکې له زندانه روغتون ته لېږدول کېږي چې پکې ښکاري چې هغه ژاړي او له سابندۍ شکايت کوي.


عمران خان د اګست په ۲۴مه په بهاولپور کې د تحريک انصاف غړو ته د يوې جلسې په وخت وويل چې پولیس د نوموړي ګوند د سیاستوالو سره تعصبي چلند کوي. هغه د ګيل یادونه وکړه او يو ځل بیا یې تور پورې کړ چې "په زندان کې له هغه جامې ایستل شوې وي او جنسي تشدد ورسره شوی دی."


خو د اسلام اباد پولیسو ويلي چې له ګيل څخه پوښتنې او تحقیقات په مسلکي توګه پر مخ تللي دي البته په دې اړه به پلټنې وکړي چې ایا له هغه سره کوم تشدد شوی که څنګه.




 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus