راشد خان: د بنګلهدېش په وړاندې لوبې ته چمتو یو
نن د اسیا کپ کرکټ سیالیو په دوام افغانستان د بنګلهدېش په وړاندې سیالي لري.
دا لوبه د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې د کابل په وخت ماښام ۰۶:۳۰ دقیقې پیلېږي.
افغان لوبډلې د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې سریلانکا ته په لوی توپیر ماتې ورکړه او د اسیا کپ سیالیو د غوره څلور لوبډلو بل پړاو تهيې د تګ چانس ډېر شو.