ملګرو ملتونو له افغانستان سره د مالي مرستو د بیا پیلېدو غوښتنه وکړه
مارټین ګریفیټس خبرداری ورکړ، چې ۶ میلیونه افغانان د قحطۍ له خطر سره مخامخ دي او د افغانستان نیمايي وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.
ګریفیټس پرون د امنیت شورا غونډې ته وویل، په افغانستان کې بېوزلي په پراخېدو او د وګړو شمېر هم په زیاتېدو دی.
وروسته له هغې چې طالبانو څه باندې کال مخکې پر افغانستان بیا ولکه ټینګه کړه، په افغانستان کې اقتصادي وضعیت په خرابېدو او بېوزلي په پراخېدو شوه.