Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

طالبان مستند او داستاني فلمونه نندارې ته وړاندې کوي

ټاکل کې شوې د روانې اونۍ تر پایه هغه ۳۵ لنډ مستند او داستاني فلمونه نندارې ته وړاندې شي چې د طالبانو حکومت په مشرۍ د ملي راډيو تلوېزیون او افغان فلم ریاست جوړ کړي دي.


د طالبانو حکومت په مشرۍ د افغان فلم ریاست وايي، تر راتلونکو څو ورځو پورې به د ملي تلوېزیون له لارې ۳۵ لنډ او داستاني فلمونه نندارې ته وړاندې شي.


د دې ادارې رییس جاوید افغان د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په دغه فلمونو کې ۱۰ مستند او ۲۵ نور یې داستاني دي.


د نوموړي په خبره، دغه فلمونه چې ډېری يې معلوماتي بڼه لري د افغان فلم جوړونکو له خوا جوړ شوي دي.


هغه زیاته کړه: "په دغه فلمونه کې یو هم مستند فلم دى چې تخار نومېږي او هدف یې د تخار ولایت معرفي ده. نور لنډ فلمونه هم دي، د پنجشنبې په ورځ نندارې ته وړاندې شي."


افغان وویل، دغه فلمونه په شپږو میاشتو کې په ډېرو کمو پیسو جوړ شوي دي.


د طالبانو په مشرۍ د افغان فلم رییس وايي، دغه فلمونه د افغانستان په هرات، تخار او مشرقي ولایتونو کې جوړ شوي دي.


نوموړي وویل، په دغه فلمونه کې مېرمنو او نجونو هم کار کړی.


دا په داسې حال کې ده، چې مخکې د رسنيو يو شمېر مسوولينو ويلي وو، دوى ته د طالبانو حکومت سپارښتنه کړې، هغه ډرامې او فلمونه دې نه خپروي چې نجونو په کې کار کړى وي.


سره له دې چې د افغان فلم مسوولان د دغه فلمونو بڼه معلوماتي او داستاني یادوي، خو د افغان فلم پخواني چارواکي بیا دغو فلمونو ته په بل نظر ګوري.




د افغان فلم پخوانۍ رییسه صحرا کریمي وویل: "د طالبانو یو ایډیالوژیک رژیم دی. له هرې لارې هڅه کوي چې خپله ایډیالوژي خپره کړي. زه وېره لرم چې دغه فلم جوړل د دوى لپاره د خپل ځان د پاک ښودلو لپاره يوه بله وسیله ونه ګرځي. زه مطمینه یم چې له دغې لارې د یوې تبلیغاتي وسیلې په توګه استفاده کوي."


له دې وړاندې هم یو شمېر فلم جوړونکو او د رسنیو فعالینو له ازادي راډیو سره په خبرو کې د طالبانو لخوا د فلمونو جوړولو په اړه انتقادونه کړي وو.


د تېر جمهوري نظام د ملي راډيو او تلوېزیون رییس اسماعیل میاخېل ادعا کړې وه، چې د ملي تلوېزیون له لارې د انتحاري حملو تمرینات خپرېږي او دا يې د ژورنالېزم له اصولو سره په تضاد کې مسئله ياده کړې وه.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus