Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د ملګرو ملتونو امنيت شورا نن د افغانستان پر وضعيت بحث کوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان د بشري او اقتصادي وضعیت په اړه بحث کوي.


ویل کېږي، چې د دغه سامان د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفتیس به په نننۍ غونډه کې د دغه هېواد د وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړي.


په ورته وخت کې د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو له سازمان غواړي، چې د افغانستان له اوسېدونکو سره خپلو اقتصادي مرستو ته دوام ورکړي.


په نننۍ غونډه کې چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا له‌خوا د افغانستان په اړه جوړه شي، د دغه هېواد په بشري او اقتصادي وضعیت به بحث وشي.


د ملګرو ملتونو سازمان د رسنیو برخې ویلي چې، دا غونډه به د تړلو دروازو تر شا جوړه شي.


که څه هم د دغې غونډې د اجندا په اړه تر اوسه ډېر جزیات له رسنیو سره نه‌دي شریک شوي، خو په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د لغوه شوي حکومت دایمي استازي نصیر احمد فایق رسنیو ته ویلي، چې په یاده غونډه کې به، د دغه سازمان د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفتیس د افغانستان د روان وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړي.




په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو له سازمان غواړي، چې له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.


ښاغلي مجاهد تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: "د اسلامي امارات غوښتنه د ملګرو ملتونو له سازمان دا ده، چې افغانستان او د دغه هېواد له خلکو سره مرستې وشي، په ځانګړي ډول اقتصادي برخه کې چې یوه مهمه برخه ده، افغانان له بېلابېلو خواوو زیانمن شوي، سېلابونه او وچکالي لامل شول چې خلک له اقتصادي اړخه زیانمن شي، نو ځکه د مرستو غوښتنه کوو او نړۍ باید مسؤلیت واخلي او افغانان هیر نه‌کړي."




د ملګرو ملتونو سازمان مخکې له دې هم د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د خلکو اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ بللی و او ویلي یې و، چې په دغه هېواد کې له ۲۴ ملیونو نه زیات کسان خوراکي خوندیتوب نه‌لري.


د افغانستان د اقتصادي او بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه په داسې حال کې جوړېږي، چې ورستیو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې سېلابونو ډېری خلک زیانمن کړي او په دغه هېواد کې یې اقتصادي ستونزې پراخې کړې دي.




د طالبانو حکومت له‌خوا د ورکړو شویو شمېرو له مخې، په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله سربېره پر دې چې لسګونه کسان وژل شوي دي، له درې زرو زیات کورنه هم په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.


دغه شان شپږ سوه زره جریبه کرنیزه ځمکه هم تخریب شوې او زرګونه څاروي هم مړه شوي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus