Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د تاجکستان له‌خوا په زوره د افغان کډوالو ايستل؛ ملګرو ملتونو پرې اندېښنه ښودلې

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د تاجکستان له‌خوا د افغان کډوالو په جبري ایستلو اندېښنه ښودلې ده.


دې کمېشنرۍ د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې خبرداری ورکړی چې د خلکو د خوښې خلاف د هغو جبري ایستل ناقانونه کار دی او د دغو کسانو ژوند له خطر سره مخ کوي.


د راپورونو له مخې تاجکستان تېره یوه اوونۍ کې ۹ افغانان له خپلې خاورې په زور ایستلي.


د ازادي راډیو تاجکي څانګې ته په رسېدلو راپورونو کې ښکاري چې لږ تر لږه نهه افغانان د اګست له ۱۹ راهیسې د افغانستان پولې ته شړل شوي دي.


په دغو کسانو کې ځینو د کډوالۍ سندونه او پاسپورټونه هم درلودل.


د دغو راپورونو تر خپرېدو وروسته د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یو ان اچ سي ار افغانستان ته د تاجکستاني چارواکو له‌خوا د افغان کډوالو په جبري استولو باندې ژوره اندېښنه ښودلې ده.


یو ان اچ سي ار دا کار ناقانونه بللی او ویلي یې دي چې تاجکستان له خپلې خاورې د کډوالو په شړلو سره د کډوالۍ نړیوال قوانین تر پښو لاندې کوي او د خلکو ژوند په خطر کې اچوي.


د دې کمېشنرۍ د نړیوال خوندیتوب د څانګې مشرې الیزابت تان ویلي چې تاجکستان باید د افغان کډوالو بندیانو او جبري ایستلو ودروي.


مېرمن الیزابت زیاته کړې چې څو واره یې له تاجکستاني چارواکو غوښتي هغو افغانانو ته پناه ورکړي چې له وېرې د دوی خاورې ته اوښتې دي.




تاجکستان ته یوې تازه کډې شوې افغانې مېرمنې په یوه وټسپ ګروپ کې چې د افغان کډوالو لپاره جوړ شوی نورو افغان کډوالو ته سپارښتنه کړې چې د پلازمېنې دوشنبې شاوخوا سیمو کې نه دې ګرځي څو د جبري ایستلو له خطره بچ پاتې شي.


هغې ادعا کړې چې خاوند یې پولیسو افغانستان ته شړلی او دا اوس له خپلو دوو بچیانو سره یوازې پاتې ده.




نوموړې ويلي: "موږ ته يې ویل چې تاسو دوشنبې ته بیایو او هلته دفتر کې خبرې وکړئ. خو موږ یې مستقیم سرحد ته راوړلو. هر چېرته چې یاستئ ځانونه پټ کړئ. هر څوک چې کار ته ووځي نه یې پرېږدئ. دوشنبه کې ګرځئ مه. نن موږ سرحد ته تللي وو دوه افغانان یې رد مرز کړل. یوه یې د پرواز تاریخ هم درلود او بل یې سور کارت/د کډوالۍ کارت درلود خو پولیسو پلمې ورته لټولې."


د راپورونو له مخې ګڼو افغان کډوالو ته چې تاجکستان کې اوسیږي د جبري ایستلو یو خبرداری هم ور رسېدلی چې دوی له یو بل سره په وټسپونو او پېغامونو کې شریک کړی دی.


د تاجکستان د ملي امنیت ملي کمېټې د افغانانو د جبري ایستلو په باب د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.


خو د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي څانګې یې ازادي راډیو ته وویل، د دوی په پلټنو کې ښکاره شوې چې ۳۲ تنه افغانان په تاجکستان کې د اوسېدو قوانین د اسنادو د نه درلودلو په سبب مات کړي او دوی جریمه کړې دي.


دغه وزارت د افغانانو د ایستلو په باب څه ونه ویل.


د راپورونو له مخې د تېر کال له اګست راهیسې چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل شاوخوا اته زره کسان تاجکستان ته تللي.


په دې اکثر درېیمو هېوادونو ته د تلو په تمه دي او د کډوالۍ د ویزو لپاره یې بېلابېلو سفارتونو ته غوښتنلیکونه او اسناد ور سپارلي دي.


صفي الله ستانکزی

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus