Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ملګري ملتونه: په افغانستان کې سیلابونو ۲۵۶ کسان وژلي او ۳۴۰۰ کورونه یې وران کړي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي په روان کال کې په افغانستان کې سیلابونو او بارانونو ۲۵۶ کسان وژلي دي او د زرګونو کورونو ويجاړيدو له وجې په زرګونو خلک بې کوره شوي دي. 

دې ادارې د اګست په ۲۴مه خپاره کړي راپور کې ويلي چې سیلابونو يوازې د اګست له لومړۍ نېټې څخه په افغانستان کې ۱۱۸ کسان وژلي دي. په راپور کې زیاته شوې چې په ۲۰۲۱م کال کې په دغه هېواد کې د سېلابونو له کبله ۱۴۷ کسان مړه شوي وو، خو سږ کال دغه شمېره ۷۵ فیصده زیات شوې ده.




اوچا زیاته کړې چې لږ تر لوه ۳۳۹۸ کورونه ويجاړ شوي چې اکثره یې د لوګر ولايت په خوښۍ ولسوالې کې دي.


په راپور کې ويل شوي چې د ملګرو ملتونو بېلابېلې ادارې په سیلاب ځپلو سیمو کې د خلکو سره په مرستو بوختې دي. په راپور کې د يونیسیف او روغتيا نړیوالې ادارې ذکر شوی چې له باران او سیلاب ناروغه شوو افغانانو سره یې طبي مرستې کړې او د درملنې چارې یې روانې ساتلې دي.


د اګست په ۲۰مه هند هم افغانستان ته طبي سامانونه او دوايانې لېږلې وي. په همدې حال کې د اسلامي همکاريو سازمان (او ايي سي) له نړيوالو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې دې د سیلاب ځپلو سره مرستې ډېرې کړي. سازمان د اګست پر ۲۳مه په یوه بیان کې ویلي، د افغانستان ختیزې، جنوبي او مرکزي برخې د سختو بارانونو او سېلابونو له کبله زیانمنې شوي دي، کورونه او سړکونه ویجاړ شوي او په زرګونو کسان بیړنيو مرستوته اړتیا لري.


اوچا په خپل راپور کې ويلي‌چې په افغانستان کې بارانونو او سیلابونو تر ټولو ډير زیان په لوګر او ننګرهار کې اړولی دی. همداراز، غور، غزني، نيمروز، بادغیس، پکتيکا، کندهار او زابل کې هم بې ساري سیلابونو کرنيزې ځمکې وړې او کورونه وران کړي دي.


په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو هم پر نړيوالو غږ کړی چې دوی سره دې د سیلاب ځپلو لپاره مرستې وکړي. خو د ۲۰۲۱ کال د اګست په مياشت کې په زور راغلی، د طالبانو حکومت لا هم نړيوالو په رسميت نه دی پيژندلی. نړيوالې مرستې دوی ته نه بلکې  د ملګرو ملتونو او يا هم د نړيوالو مرستندويه ادارو له لارې کيږي.




 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus