Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په افغانستان کې د کووېډ۱۹ مثبتې پېښې په ډېرېدو دي

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وایي، د تېرې یو میاشتې په پرتله په افغانستان کې په کووېډ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر زیات شوی دی.


د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت مسوولان، په وروستۍ یوه میاشت کې په دغه هېواد کې د کووېډ۱۹ ناروغۍ د زیاتېدو خبر ورکوي او له خلکو غواړي څو روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي.


د دغه وزارت ویاند شرافت زمان د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تېره میاشت په کووېډ۱۹ د اخته کسانو شمېر د ټول هېواد په کچه ۲۳۰۰ و خو په روانې میاشت کې درې، څلور زروته لوړ شوی دی.


زمان زیاتوي: "دا چې په دې وروستیو کې په ګاونډیو هېوادونو کې د کووېډ۱۹ پېښې ډېرې شوي، له بده مرغه په افغانستان کې هم د ناروغانو شمېر لوړ شوی. کوم شمېر چې په وروستیو میاشتو کې یې لرو له درې زرو تر څلور زرو پورې دی."


خو زمان د درې او څلورو زرو ترمنځ کره شمېر ونه ښود.


په ورته وخت کې په کابل کې د افغان جاپان په نوم د کووېډ۱۹ ناروغانو د درملنې روغتون د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د ویاند د څرګندونو په تاييد سره وايي، چې په وروستیو ورځو کې په دغه روغتون کې هم د ناروغانو شمېر ډېر شوی دی.


د دغه روغتون رییس ډاکتر زلمي رښتین ازادي راډیو ته وویل: "په ورستیو ورځو کې په ورځني ډول تر ۱۰۰ پورې ناروغان مراجعه کوي، دوه درې ناروغان بسترېږي. کله چې مونږ له ۳۰ تر ۴۰ پورې کسانو ازماښت اخلو، ۷ تنه په کې مثبت وي. مثبتې پېښې ډېرې شوي او دا ناروغي مخ په پراخېدو ده."


نوموړي وویل، چې په تېرې میاشت کې د بستر شوي ناروغانو شمېر ۶۵ و خو اوس اویاوو ته لوړ شوی دی.




دا په داسې حال کې ده، چې تازه په کندز ولایت کې د کووېډ۱۹ روغتون مسوولانو هم د کووېډ۱۹ ناروغانو د زیاتېدو خبر ورکړی دی.


د دغه روغتون د ډاکترانو مشر ډاکتر محمد شفیق صادق ازادي راډیو ته ویلي، چې په تېرې یوه میاشت کې دوی په خپل روغتون کې ۷۲۷ مثبتې پېښې ثبت کړې دي.


د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت او په کابل کې د افغان جاپان په نوم د کووېډ۱۹ ناروغانو د درملنې روغتون مسوولان وايي، د کووېډ۱۹ ناروغۍ د تشخیص او د ناروغانو د درملنې لپاره، ټول امکانات موجود دي او اوسمهال کومه ستونزه نه لري.


ډاکتران سپارښتنه کوي، چې خلک باید په کووېډ۱۹ ناروغي له اخته کېدو نه د مخنیوي په خاطر، روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي، ټولنیز واټن مراعات کړي، خپل لاسونه په اوبو او صابون پرمینځي، په عمومي ځایونو په ځانګړي ډول په سر پټو محلونو کې باید له ماسکه کار واخلي، د پرینجي پر مهال خپلې خولې او پزې ته دسمال ونیسي او ډېر په کور پاتې شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus