Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د کډوالو عالي کمېشنري: زده‌کړو او کار ته د افغان نجونو او ښځو ‌لاس‌رسی له خطر سره مخ شوی

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري"UNHCR" په افغانستان کې د نجونو او ښځو د اوسني وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې.


دې ادارې نن په خپله رسمي ټویټرپاڼه لیکلي، افغان نجونې او ښځې د محدودیت له لوړو ګواښونو سره مخ دي.


له زده‌کړو او کار د یو شمېر افغان نجونو او ښځو راګرځول، له شرعي محرم پرته یې په سفر بندیز او په ښځو په زور مخونه پټول، هغه څه دي چې طالبانو له واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې عملي کړي او پراخ غبرګونونه یې راپورته کړي دي.


د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، افغان نجونې او ښځې له لوړو ګواښونو سره مخ دي چې د دوی په خوندیتوب او هوساینې یې اغېز کړی دی.


د ملګرو ملتونو دې ادارې نن سهار په خپله رسمي ټویټرپاڼه ولیکل" په سفر د محدودیت سربېره، زده‌کړو او کار ته د افغان نجونو او ښځو ‌لاس‌رسی له خطر سره مخ شوی دی."




د یو‌این‌ایچ‌سي‌ار له قوله، د افغانستان د راتلونکي او سوکالۍ لپاره باید د افغان نجونو او ښځو حقونه وساتل شي.


خو طالبان بیا وايي، په افغانستان کې د ټولو حقونه خوندي دي.


د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې د ښځو منزوي کېدل نا سمه خبره ده.




نوموړي وويل: "ګڼو ادارو کې ښځې کار او فعالیت کوي. د ښځو د حجاب موضوع د هغوی د منزوي کېدو په معنا نه، بلکې د هغوی د عزت او حفاظت موضوع ده."


په زور په نجونو او ښځو مخونه پټول، په زده‌کړو او کار یې محدویت، له شرعي محرم پرته یې د سفر مخنیوی او تر څنګ یې د هغوی د سوله‌ییزو اعتراضونو مخه نیول، هغه څه دي چې د طالبانو اوسنۍ اداره یې په کور دننه او نړیواله کچه له پراخو غبرګونونو او پوښتنو سره مخ کړې ده.


د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون هم چې طالبانو ملغا کړی او اوس‌مهال له افغانستانه د باندې فعالیت کوي، مخکې د بشري حقونو د خوندیتوب په برخه کې د طالبانو په اوسنۍ واکمنۍ تُندې نیوکې کړې دي.


د دې کمېسیون سرپرست نعیم نظري د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، طالبانو د خپلې بیا ځلي واکمنۍ را په‌ دېخوا د نجونو او ښځو د حقونو په ګډون له انساني حقونو بې‌شمېره سرغړونې کړي.




نوموړي ويلي: "د ښځو بشري حقونو په بشپړه توګه زیان لیدلی او د طالبانو له‌خوا د ښځو نږدې ټول حقونه او ازادۍ سلب شوي. طالبان د لومړي درجه مسؤل په توګه د انساني نړیوالو حقونو د نقض عاملان دي."


پر طالبانو د نجونو او ښځو د حقونو د سلب نیوکې تر دې کچې دي چې د بشري حقونو د څار سازمان د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي، څو د دې ښکاره نقض له‌ امله د طالب مشرانو د سفرونو معافیت پای ته ورسوي.


له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا هم په افغانستان کې د نجونو او ښځو د حقونو موضوع ورانېدونکې بللې وه.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus