Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

نیویارک ټایمز: افغانستان د لویدیځو هېوادونو له پامه غورځېدلی

نیویارک ټایمز:


نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې په وروستیو ورانونکو سېلابونو یو تفصلي راپور خپور کړی چې په کې یې په بېلابېلو ولایتونو کې له افغان سېلاب ځپلو سره خبرې کړي دي او د طالب چارواکو له خولې یې ویلي چې په تېره اونۍ کې د افغانستان په ختیځو، مرکزي او جنوبي سیمو کې سېلابونو لسګونه کسان وژلي دي.


ورځپاڼه د ملګرو ملتونو د بشري همغږۍ د ادارې په حواله وايي چې په همدې اونۍ کې سېلابونو شاوخوا ۷۹۰ کورونه نړولي دي چې څلور زره کورنۍ ورسره اغېزمنې شوې دي.


نیویارک ټایمز وايي، افغانستان چې په وروستیو میاشتو کې له اقتصادي ناورین، د زلزلې په څېر له سترو طبیعو پېښو او مرګوني ترهګرو بریدونو سره مخ دی، سېلابونه ورته وروستی ګوزار دی.


د ورځپاڼې په وینا د دې هېواد نږدې نیمايي وګړي، د خوړو له کمښت سره مخ دي، د جون په میاشت کې یې په ختیځ کې زلزلې شاوخوا زر کسان ووژل او د زرګونو نورو کورونه یې ونړول.


همدارنګه د تروریستي خونړیو بریدونو له لړۍ وروستی یې د چارشنبې په ورځ د کابل په یو جومات کې و چې ۲۱ کسان یې ووژل او ۳۳ نور یې ټپیان کړل.


د لیکوال په باور دا پرلپسې ناورینونه د طالبانو د حکومت لپاره چې ورځ په ورځ په یو منزوي دولت بدلېږي، یو ازمون دی چې امنیت ټینګ او هغه بېړنۍ مرستې ورسوي چې خلک یې ورته سخته اړتیا لري.


د نیویارک ټایمز د دې راپور په یوه برخه کې ویل شوي، د طالبانو دې پرېکړې چې له شپږم ټولګي پورته یې د نجونو ښوونځي تړلي او د دې میاشت په پیل کې په کابل کې د دې څرګندېدا چې طالبانو د القاعده مشر ته پناه ورکړې وه، په زیاتېدونکې توګه دا هېواد د لویدیځو مرسته کونکو هېوادونو له پامه غورځولی.


د لیکوال په باور دا داسې مهال ده چې په دې هېواد کې بشري ناورین په پراخېدو دی.


واشنګټن پوسټ:


له امریکا خپرېدونکې بلې مشهورې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د کابل په یو جومات کې د چارشنبې په ورځ د شوي برید وروسته د خیرخانې د اوسېدونکو له قوله لیکلي، مولوي امیر محمد کابلي یو تکړه دیني عالم و چې له هېڅ ډلې سره تړلی نه درلود.


ورځپاڼې همدارنګه هغه یو صوفي دیني عالم بللی دی.


واشنګټن پوسټ زیاتوي، که څه هم کابل کې پر دې جومات د برید پړه تر اوسه هیچا پر غاړه نه ده اخیستې، خو دا برید له هغې یوه اونۍ وروسته کېږي چې د داعش د خراسان څانګې په کابل کې له طالبانو سره یو بل تړلی دیني عالم رحیم الله حقاني وواژه.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus