Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

يونېسف: د نجونو د ښوونځيو له بندېدو وروسته د افغانستان اقتصاد ته ۵۰۰ ميليون ډالره زيان اوښتی

ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان وجهي صندوق (یونېسف) وايي، له هغې وروسته چې په افغانستان کې له شپږم ټولکي پورته د نجونو په وړاندې د ښوونځیو دروازې وتړل شوې د افغانستان اقتصاد په تېرو دولسو میاشتو کې ۵۰۰ میلیونه ډالره زیان کړی دی.


د یونېسف په تازه راپور کې چې نن خپور شوی راغلي، که په افغانستان کې نجونو بیا ځلي ښوونځيو ته پرېښودل شي او له لوړو زده کړو وروسته ورته د کار زمینه برابره شي د افغانستان اقتصاد ته به په کلنۍ ډول له پنځه میلیاردو ډالرو زیات عواید راشي.


سیمین غوښتل سږ کال خپل ښوونځی پای ته ورسوي او د لوړو زدوکړو وروسته له خپلې کورنۍ سره اقتصادي مرسته وکړي.


خو پر نجونو د طالبانو له لوري د ښوونځیو تړل کېدل، نوموړې خپلې راتلونکې ته ناهیلې کړې او کورنۍ یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوې.


نوموړې وويل: "د ملکه ثریا په ښوونځي کې دیولسم ټولکي زده کونکې یم، ما غوښتل چې په راتلونکې کې ډاکټره شم، د دې لپاره چې ما ورور نه درلود او غوښتل مې په راتلونکې له خپل پلار سره د کور په اقتصادي مسایلو کې مرسته وکړم، خو له هغې ورځې چې ښوونځي وتړل شول، زه او پلار مې ډېر ناهیلې شوي یو."


کرشمه هم، چې د کابل ښار اوسیدونکې ده او له ورته حالته اندېښنه لري وايي، د نجونو په وړاندې دې ښوونځي ژر تر ژره پرانیستل شي.


نوموړې وايي: "زه په دولسم ټولکي کې وم چې ښوونځي وتړل شول، زه غواړم چې ښوونځي ژر تر ژره خلاص شي، تر څو درس ووایم او د افغانستان راتلونکي لپاره یوه تکړه ډاکټره شم."




په ورته وخت کې ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان وجهي صندوق(یونېسف) په یو تازه راپور کې ویلي، وروسته له هغې چې ښوونځي د افغان نجونو پر مخ تړل شوي د افغانستان په نا خالصه عوایدو کې ۲،۵ سلنه کموالی راغلی دی.


په دغه راپور کې ویل شوي، له هغې ورځې راهیسې چې نجونې ښوونځیو ته نه ځي د افغانستان اقتصاد ۵۰۰ میلیونه ډالره زیان کړی او که دغه لړۍ همداسې روانه وي او افغان نجونو ته دکار زمینه هم برابره نه‌شي د دوی په نشتون کې ښايي د افغانستان اقتصاد په راتلونکو کلنو کې ۵ میلیارده ډالره زیان وویني.


دغه راپور کې ویل شوي چې په تېر یو کال کې د شاوخوا درې میلیونه نجونو پر مخ ښوونځي تړل شوي او له زده کړو بې برخې پاتې دي.


په افغانستان کې د ماشومانو د وجهې صندوق استازي (اګ ایویا) له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دې راپور په اړه وویل، له ښوونځيو د نجونو محروم پاتې کېدل نه یوازې دا چې اقتصادي ستونزې زیاتوي بلکه د دوی راتلونکي هم له ګواښ سره مخ کوي.




نوموړي وويل: "د روان کال د مارچ میاشتې په ۲۳مه د نجونو د ښوونځیو په تړاو پرېکړه ټکان ورکونکې وه او د ژور خفګان مسله ده، دغه پرېکړه نه یوازې دا چې دوی له تعلیم لرې پرېږدې بلکې دوی لپاره نورې ستونزې لکه له دوی څخه ناوړه استفاده، جبري ودونه او د دوی قاچاق ته لاره پرانیزې، زموږ اوسنی تحلیل دا ښيي چې دغې پرېکړې د افغانستان د ناخالصه عوایدو په برخه کې هم اغېز کړی."


ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د وجهي صندوق (یونېسف) په خپل راپور کې ویلي چې د افغانستان د سقوط وړاندې شاخوا ۴ میلیونه ماشومان چې نجونو او هلکان په‌کې شامل دي له ښوونځیو محرومه پاتې وو.


خو په افغانستان کې د سیاسي بدلون وروسته د ۳ میلیونو نورو نجونو محروم پاتې کېدل، شاقه کارونه، جبري ودونه او روغتیايي ستونزې ددوی ژوند نور هم ګواښي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus