د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه چې کله طالبانو کابل ونيوه او پر افغانستان يې واکمني پيل کړه نو د پاکستان حکومت ځينو حلقو دغه نوي بدلون ته په مثبت سترګه کتل، خو اوس داسې ښکاري چې پاکستان، په ځانګړې توګه، خيبر پښتونخوا د وسله والو له يوه نوي خطر سره مخامخ شوې ده.