Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

کاناډا کې معترضې فعالانې: نړیواله ټولنه دې پر طالبانو فشار ډېر کړي

د مدني ټولنې یو شمېر فعالانو او په بهر کې مېشتو افغان مېرمنو له نړیوالې ټولنې وغوښتل څو پر طالبانو خپل فشارونه زیات کړي او د افغانانو هغو ستونزو ته دې رسیده ګي وکړي چې د طالبانو له امله اوس ورسره مخ دي.


په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د یوه کال په پوره کېدو سره د کاناډا په کلګري ښار کې د افغان مېرمنو اعتراض.


دغو فعالانو د اګسټ ۱۵مه کابل ته د طالبانو د بیا راتګ ورځ د افغانانو لپاره توره ورځ بولي.


په کاناډا کې د افغان مېرمنو د اعتراض یوې ګډونوالې شمایل زارع ازادي راډيو ته وویل: "د اګسټ ۱۵مه د افغانانو لپاره توره ورځ ده، په دې ورځ د افغانانو لاسته راوړنې په یوه شېبه کې له منځه لاړې. د طالبانو له واک ته رسېدو سره افغانستان سل کاله شاته لاړ."


په داسې حال کې چې د افغانستان مدني او سیاسي فعالانو او په بهر کې مېشتو افغان مېرمنو په یوه پرېکړه لیک کې د اګسټ ۱۵ مه د افغانستان لپاره توره ورځ بللې ده، تېر کال د اګسټ په ۱۵مه چې د زمري میاشتې له ۲۴مې سره برابره وه، طالبان کابل ته دننه شول.


په دې پرېکړه لیک کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې تړون د اګسټ په ۱۵مه د جمهوریت د سقوط یو مهم عامل بلل شوی دی، هغه څه چې مخکنیو امریکايي چارواکو هم ورته اشاره کړې ده.


په پرېکړه لیک کې راغلي دي چې په تېر یوه کال کې افغانان له خپلو لومړنیو او اساسي حقونو لکه سیاسي مشارکت، د زده کړو٬ کار او د سیاسي فعالیت له حقونو محروم وو چې نجونې او ښځې بیا تر ټولو ډېرې له خپلو حقونو محرومې شوې دي.


په پرېکړه لیک کې په افغانستان کې د بشر حقونو د نقضېدلو او د صحرايي محکمو پر وړاندې د نړۍ په چوپتیا نیوکه شوې او له نړيوالو سازمانونو په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو غوښتل شوي څو د طالبانو د دې کړنو پر وړاندې ودرېږي او پر هغوی فشار راوړي.


د ازادي راډيو خبریال هڅه وکړه، د دې پرېکړه لیک په اړه د طالبانو حکومت ځواب هم واخلي، خو ویاندویانو یې د دې راپور تر خپرېدو پورې څه ونه ویل، خو له دې مخکې یې په ځلونو ویلي چې د "اسلام په چوکاټ کې" بشري حقونو او د ښځو حقونو ته ژمن دي خو په دې اړه یې نور وضاحت نه دی ورکړی.


طالبانو دغه شان ویلي چې خپلې اعلان شوې عمومي بخښنې ته ژمن دي، هغه ادعا چې د ملګرو ملتونو په ګډون ډېرو نورو نړیوالو بنسټونو ننګولې ده.


د مدني او سیاسي فعالانو او په بهر کې د مېشتو افغانانو اعتراضونه په داسې حال کې مطرح کېږي چې سبا دوشنبه د اګسټ ۱۵مه او زمري میاشتې ۲۴مه د طالبانو د بیا واکمنۍ یو کال پوره کېږي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus