Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

کابل کې يو شمېر معترضې مېرمنې: طالبانو د هوايي ډزو ترڅنګ راته سپکې سپورې وويلې

په کابل کې یو شمېر معترضو ښځو د هغه څه پر وړاندې چې دوی یې له ښځو سره د طالبانو تبعیضي چلند بولي، لاریون کړی.


خو دوی ادعا کوي چې طالبانو یې د خورولو لپاره هوايي ډزې کړي او سپکې سپورې یې ورته ویلي دي.


لاریون‌والې وايي، طالبانو تېر یوه کال کې له افغان نجونو او ښځو د دوی ټول حقونه اخيستي، خو دوی خبرداری ورکوي د خپل حق د تر لاسه کولو لپاره به ارامې پاتې نه‌شي.


اعتراض کوونکې مېرمنې "کار، نان، ازادي" شعار سره وايي، د هغه څه پر وړاندې چې دوی یې د طالبانو له‌خوا له افغان نجونو او ښځو سره تبعیضي چلند بولي، مخالفت لري او پر ضد یې غږ پورته کوي.


د معترضو له ډلې یوې ژولیا پارسي ازادي راډیو ته وویل: "نن ورځ موږ د طالبانو د حکومت د یوې کلنۍ په مناسبت اعتراض لاره چې له نږدې سلو تنو زیات وو. په دې یوه کال کې طالبانو د حکومتولۍ لپاره هیڅ برنامه نه‌درلوده. تېر یوه کال کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بند و، ښځې له کار کولو منع شوي. فقر زیات شوی او له همدې امله موږ لاریون لاره. "




خو طالبان بیا تل ادعا کوي چې د دوی په واکمنۍ کې د ښځو ټول حقونه خوندي دي، هغه ادعا چې تلل د بشري حقونو ملاتړو بنسټونو او ان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ننګولې ده.


هاخوا په کابل کې ننۍ لاریون کوونکې ادعا کوي چې طالبانو پرې هوايي ډزې کړي. دوی اعتراض په فیسبوک‌پاڼه ژوندی خپراوه، چېرې چې ډزو غږونه هم اورېدل کېږي.


خو د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور بیا ازادي راډیو ته وویل چې دوي په چا ډزې نه دي کړي او پر لاریون کوونکو يې د ډزو مسله رد کړه.




معترضه لیلا بسیم وايي، نه یوازې دا چې طالبانو پرې هوايي ډزې کړي، بلکې سپکې سپورې یې هم ورته ویلي.


نوموړې وويل: "متاسفانه ټولې یې په هوايي ډزو سره خورې ورې کړې. ډزې به په کاڼو لګېدې، په موږ به یې بڅرکي را پرېوتل. یو یو عسکر به یې موږ ډېرې سپکې سپورې ویلې، موږ یې پرې‌نښودو."


معترضې مېرمنې د خپلو حقونو د خوندیتوب لپاره د خپلې مبارزې د دوام خبره کوي، خو نړیواله ټولنه په دې ګرمه بولي چې په خپلو سترګو په افغانستان کې د نجونو او ښځو د حقونو وضعیت ګوري خو ولې لاس تر زنې ناست دي؟

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus