Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د برېتانيا دفاع وزير: افغانستان کې مو شل کلن ماموريت ناکام پای ته ورسېد

د برېټانیا د دفاع وزیر بین والیس اعتراف کړی چې په افغانستان کې د دوی تېر شل کلن ماموریت ناکام پای ته ورسېد.


والیس ډیلي میل ورځپاڼې سره خپله تازه مرکه چې نن خپره شوې ویلي، دوی داسې یو افغانستان تر شاه پرې‌نښود، د کوم لپاره چې کلونه مبارزه او قربانۍ ورکړل شوې.


بین والیس وايي، په افغانستان کې د تېرو شل کلونو پر مهال د لویدیځ پوځي ماموریت چې د سلګونو سرتېرو د وژل کېدو په بیه تمام شو خو بيا هو ناکام و.


والیس د طالبانو د دویم ځلې واکمنۍ د یو کلنۍ په درشل کې له ډیلي میل ورځپاڼې سره مرکه کې چې نن شنبه خپره شوې ویلي: "موږ د سمو اهدافو لپاره هلته (افغانستان) ته تللي و او ۲۰ کاله هلته وو. امنیت، اقتصادي پراختیا، ښوونه او روزنه او نور کارونه مو کړل، خو ماتې مو وخوړه."




د برېټانیا د دفاع وزیر زیاته کړې، تاریخ دا ښودلې وه چې له افغانستانه د لویدیځ له وتو وروسته به، دا هېواد یو ځل بیا خپل تېر حالت ته ور وګرځي.


د والیس په خبره، موږ خلک (افغانان) یوازې پرېښودل، افغانستان مو طالبانو ته په لاس ورکړ او د دې کار لامل دا و چې لویدیځ واقعا نه غوښتل، هلته(افغانستان) کې پاتې شي.


بین والیس په خپله مرکه کې له لویدیځ‌والو دا پوښتنه هم مطرح کړې، که یې نه غوښتل چې هلته( افغانستان) کې پاتې شي، بیا ولې تلل؟


اوس داسې مهال چې دوه ورځې وروسته په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځلې واکمنۍ کال پوره کېږي، د برېټانیا د دفاع وزیر وايي، له دې وېرېږي چې په افغانستان کې د قرباني شویو سرتېرو والدین وپوښتي: "دا هر څه د څه لپاره و؟" هغه پوښتنه چې عام افغانان یې هم کوي.


کابل مېشتی روح‌الله تلاش وايي، له افغانستانه د لویدیځ په بشپړ وتو سره افغانستان شل کاله مخکې وضعیت ته تللی.


نوموړی وايي: "دا یوه غیر مسؤلانه پرېکړه او غیر مسوولانه وتل و. منفي اغېزې یې د افغانانو په ژوند ډېر زیاتې دي. اوس افغانان د خوراک لپاره څه نه‌لري، د ژوند لومړنۍ اسانتیاوو ته لاس‌رسی نه‌لري. کار نه‌لري، د تحصیل حق نه‌لري. ترڅنګ موږ خپل ټول بنسټونه له لاسه ورکړل."


دغه راز د کونړ اوسېدونکی مطیع‌الله شهاب هم ورته خبره کوي او وايي: "موږ په هره برخه کې تاوان وکړ. هغه که سیاسي و، اقتصادي و، ټولنیز او یا هم د ډیموکراسۍ په برخه کې و. هغه څه چې فکر مو کاوه، هغه هیلې چې موږ د افغانستان جوړېدو ته درلودلې په سیند لاهو شوې."




له دې وړاندې یو شمېر امریکايي لوړ پوړو پوځي چارواکو هم دا خبره کړې چې په افغانستان کې د دوی د ماموریت پای له دې امله ناکام و چې څه یې غوښتل، تر لاسه یې نه کړل.




مګر د امریکا جمهور رئیس جو بایډن او د ملي امنیت ټیم یې په وار وار له افغانستانه د خپلو عسکرو د ویستو ننګه کړې او دا یې ویلي چې په افغانستان کې خپل هدف ته رسېدلي دي.


دا ادعا داسې مهال مطرح کېږي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د بشپړې وتنې کال لا پوره نه و چې د طالبانو له دې ژمنې سره سره چې دا هېواد به نور د ترهګرو لپاره امن پټن‌ځای نه‌وي، د القاعده مشر ایمن‌الظواهري په کابل کې ووژل شو.


په افغانستان کې د لویدیځ د ماموریت لویه او مهمه ادعا، د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو خوندیتوب، د بیان ازادي او له ترهګرۍ سره مبارزه وه چې ښکاري اوس‌مهال ټول نقض یا هم ننګونو سره مخ دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus