Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د اوبو د کشالې د حل لپاره يو ايرانی پلاوی کابل ته تللی

د ایران د انرژۍ وزیر علي اکبر محرابیان، چې د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی، پرون د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور سره د اوبو او انرژۍ په اړه خبرې کړي دي.


په دې خبرو کې طالب مشرانو یو وار بیا ایراني پلاوي ته ډاډ ورکړ چې د اوبو په برخه کې به د دوو هېوادونو د ۱۳۵۱ لمریز کال موافقې ته ژمن پاتې شي.


له بلې خوا د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي او په کابل کې د ایران سفیر بهادر امنیان د طالبانو له باندنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره وکتل.


د طالبانو د باندنیو چارو وزارت یوه ویاند حفیظ احمد تکل ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلي متقي د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي سره په کتنه کې د اقتصادي راکړې ورکړې د زیاتېدو او په سوداګرۍ او ترانزیت کې د اسانتیاوو د ډېرېدو غوښتنه وکړه.


نوموړي وویل: "متقي صاحب په ایراني بانکونو کې د افغان تجارانو په پولي حسابونو باندې د لګېدلو محدودیتونو د لیرې کولو غوښتنه وکړه او په دغه برخه کې د افغان مهاجرینو او تجارانو ستونزې يې ورسره شریکې کړې."




د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې له ایراني لوري سره یې په ایران کې د بندي افغانانو د خلاصون او یا افغانستان ته د هغو د سپارلو په اړه هم خبرې شوي خو په دې اړه یې څه نه دي ویلي چې د ایراني لوري ځواب څه و.


له بلې خوا ایراني رسنۍ وايي چې د دغه هېواد د انرژۍ وزیر علي اکبر محرابیان له طالب چارواکو سره په ځانګړي ډول د اوبو او انرژۍ په اړه خبرې کړي دي.


د ایران د بهرنیو چارو وزیر په وروستیو کې وویل چې له ګاونډیو هېوادونو یعنې ترکیې او افغانستان څخه د خپلو اوبو حق غواړي او یو څاڅکی اوبه به چا ته ونه بخښي.


وروسته ایراني رسنیو تأیید کړه چې طالبانو په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند اوبه ور خوشې کړي دي.


له بلې خوا باختر خبري اژانس د طالبانو د اوبو او انرژۍ د سرپرست وزیر عبداللطیف منصور په قول ویلي چې د ایران د انرژۍ وزیر ته یې وویل چې د طالبانو حکومت د هلمند سیند د اوبو په اړه د افغانستان او ایران د شاهي حکومتونو د اوبو تړون ته ژمن دی.


د ایران د انرژۍ وزیر بیا ویلي چې هېواد یې حاضر دی ترڅو افغانستان ته برېښنا صادره کړي او د اوبو او برېښنا په ځینو پروژو کې ونډه واخلي.


د افغانستان په شلو کې اويا برېښنا وارداتي ده، چې له ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران څخه برېښنا واردوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus