Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د خصوصي ښوونځیو ټولنه: په کابل کې ۲۰۰ خصوصي ښوونځي تړل شوي

د خصوصي ښوونځیو ټولنه وايي، په روان یوه کال کې یوازې په کابل کې د مالي ستونزو له امله شاوخوا ۲۰۰ خصوصي تړل شوي دي.


میوند منګل د نوښت په نوم د یوه خصوصي ښوونځي مسوول دی.


ښاغلي منګل ازادي راډیو ته وویل، اقتصادي ستونزو مجبور کړ چې تازه دغه ښوونځی وتړي.


هغه وايي: "زموږ ښوونځی د اقتصادي ستونزو له امله وتړل شو، هغه ځای مو چې نیولی و، خپل مو نه و، کرایه مو ورکوله. کرایه یې زیاته وه او موږ نه شو کولای چې کرایه یې پوره کړو، له همدې امله مو ښوونځی بند کړ."


منګل په وینا، د ښوونځي له تړلو سره یې ۱۰۳ زده کوونکي او ۲۵ نفره ښوونکي او نور کارکوونکي بې برخلیکه شوي دي.


دا په داسې حال کې ده چې تازه په کابل کې د خصوصي ښوونځيو ټولنې ویلي، په روان یوه کال کې تر ۲۰۰ ډېر خصوصي ښوونځي د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوي دي او د دوی په خبره، که وضعیت همداسې دوام وکړي، نور خصوصي ښوونځي به هم وتړل شي.


د خصوصي ښوونځیو ټولنې مشر عظیم میدانوال ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې لومړی کرونا او ورپسې سیاسي بدلون خصوصي ښوونځي سخت وځپل او د ډېرو ښوونځیو څښتنان مجبور شول چې دروازې یې وتړي.


هغه وايي: "موږ ۲۱ حوزې او ۱۵ ولسوالۍ لرو. کوم معلومات چې موږ را ټول کړي دي، ۲۰۰ ښوونځي تړل شوي دي. د ښوونځيو مالکانو دروازې بندې کړې، څوکۍ او نور وسایل یې همداسې پرېښودل، ځینې تر نن پورې نادرکه دي او زده‌کوونکي همداسې بې برخلیکه پاتې شول."


میدانوال زیاتوي، خصوصي ښوونځيو ۱۵۰۰۰۰ کسانو ته د کار فرصتونه برابر کړي او ۷۵۰۰۰۰ زده‌کوونکي لري، خو که دا ښوونځي همداسې یو بل په بل پسې تړل کېږي، د دې ترڅنګ چې ډېر زده‌کوونکي به له زده‌کړو پاتې شي، ورسره به ډېر شمېر هغه کسان چې په خصوصي ښوونځيو کې کار کوي، هم بې‌کاره شي.


د خصوصي ښوونځيو د دوولسمې تعلیمې حوزې مشر اسلام الدین یارمل چې خپله هم خصوصي ښوونځی لري وايي، له یوې خوا د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی او دوی اوس نه‌شي کولای چې خپل اولادونه خصوصي ښوونځيو ته ولېږي، له بلې خوا حکومت په مختلفو نومونو دومره مالیه ترې اخلي چې خپله خصوصي ښوونځي سقوط ته برابروي.


یارمل وویل: "د خصوصي ښوونځیو د سقوط عوامل ۴ سلنه غیرانتفاعي او ۲۰ سلنه انتفاعي مالیه، د ښوونکو له معاشاتو مالیه اخیستل، د یونیفورم، کانتین او لوحو مالیه، له ښاروالۍ څخه صنفي جواز اخیستل، د برښنا بېل د سوداګریزې سیمې په توګه پرې کول، د تعمیر د کرایې مالیه او د خصوصي ښوونځیو د سقوط په صورت کې د دولت پروګرام نه درلودل دي."


د ازادي راډیو خبریال د خصوصي ښوونځيو د ستونزو په اړه د طالبانو حکومت د پوهنې له وزارت څخه هم وپوښتل، خو د یاد وزارت ویاند په دې اړه خبرو ته حاضر نه‌شو.




د خصوصي ښوونځیو د ټولنې د معلوماتو له مخې، تېر کال له دوی سره ۱۰۵۰ خصوصي ښوونځي ثبت و، خو سږ کال بیا دا شمېرې نوې شوي نه‌دي.


په کابل کې ځینې خصوصي ښوونځۍ داسې مهال خپلې دروازې تړي چې د طالبانو له واکمنېدو سره په افغانستان کې تعلیمي او تحصیلي بهیر ټکنی شوی او له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي دي.


په تازه څرګندونو کې د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت سرپرست نورالله منیر د نجونو د ښوونځیو بندېدل کلتوري مسئله، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دیني مسله بللې ده چې په وینا یې په اړه به یې دیني عالمان پرېکړه وکړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus