Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د ایران د اټومي لانجې د حل په موخه خبرو کې پرمختګ رامنځته شوی

وروسته له هغې چې اروپایي ټولنې پرون دوشنبې اعلان وکړ چې د ایران د اټومي تړون د بیا را ژوندي کېدو لپاره د یوې موافقې متن وروستی شوی، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې متحده ایالات چمتو دی چې ژر تر ژره یوه معامله وکړي.


وروسته له هغې چې د اروپايي ټولنې یوه چارواکي پرون دوشنبې اعلان وکړ، چې د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون د بیا راژوندي کېدو لپاره خبرې پای ته ورسېدې او د یوې موافقې وروستی متن ښکېلو لورو ته وړاندې شوی، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند وویل، متحده ایالات چمتو دی چې د دغو وړاندیزونو پر اساس چې اروپایي ټولنې وړاندې کړي، ژر یوه معامله ترلاسه شي.


دغه ویاند وویل، تهران په وار وار دا خبره کړې چې د تړون دوه اړخیز تطبیق ته د بېرته ستنېدو لپاره چمتو دی او اوس متحده ایالات دې ته سترګې په لاره دی چې وګوري ایا د تهران عمل له خبرو سره سمون لري.


د ایران د اټومي پروګرام په اړه د شوي تړون د بېرته را ژوندي کولو لپاره دا پړاو خبرې له تېرو څو ورځو راهیسې د اتریش په پلازمېنه کې ویانا کې روانې وې.


د اروپایي ټولنې یوه چارواکي پرون دوشنبې خبریالانو ته وویل، له څلورو ورځو کار وروسته یې وروستی متن چمتو کړ.


د دغه چارواکي په خبره ترلاسه شوی متن وروستی دی او نور پرې خبرې نه کېږي.




د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بورېل په یوه ټوېټ کې وویل، پر هر هغه څه چې لازمه وه خبرې وشوې او زیاته یې کړه چې د وړاندیز د هرې برخې تر شا سیاسي پرېکړې ته اړتیا ده څو د ښکېلو هېوادونو پلازمېنې یې وکړي.


د بورېل په خبره له دغو وروستیو خبرو په استفادې هغه پاتې مسایل په دقت تنظیم او چمتو شوي چې د تېرې جولای د یویشتمې په چمتو شوي متن کې وو.


د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د ایران دولتي خبري آژانس ایرنا ته ویلي، ایران د اروپایي ټولنې د متن په اړه خپل لومړنی عکس العمل څرګند کړی، خو هغه په دې پړاو کې نه دی چې د وروستي کېدو په اړه یې څه ووایي.


د دغه چارواکي په خبره تهران به له هر اړخیزو بحثونو وروسته خپل اضافي نظرونه او ملاحظات وړاندې کړي.


تر دې مخکې په دې خبرو کې ښکېلو سترو مرکچیانو هیله څرګنده کړې وه چې یوه وروستۍ موافقه به ترلاسه شي.


د اروپایي ټولنې ستر مرکچي انریکه مورا ویلي و چې دې روانو خبرو ته ډېر خوشبین ځکه دی چې پرمختګ کوي.


له امریکا، برېتانیا، فرانسې، جرمني، روسیې او چین سره د شوي تړون له مخې ایران ژمنه کړې چې د اقتصادي بندیزونو د لیرې کولو په بدل کې به خپل اټومي پروګرام محدودوي.


خو وروسته له هغې چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال واشنګټن په یو اړخیز ډول له دغه تړون څخه وایست او پر ایران یې بېرته بندیزونه ولګول، تهران په تدریجي ډول له دغه تړون څخه سرغړونو ته دوام ورکړ.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus