Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

راپورونه: د کمال خان بند اوبه د ایران پر لور خوشې شوي

د راپورونو له مخې طالبانو د کمال خان بند اوبه خوشې کړې دي.


ایراني چارواکي وایي، د دې بند اوبه د ایران لور ته خوشې شوې دي، خو طالبان وایي چې د بند اوبه یې د افغانستان دننه پرې ایښې دي.


د ایران د سیستان او بلوچستان والي حسین مدرس خیاباني د دغه هېواد تسنیم خبرې اژانس ته ویلي دي، چې د کمال خان بند اوبه د ایران په لور خوشې شوې دي.


د خیاباني په وینا، دا د خبرو او په افغانستان کې د ډېرو ورښتونو نتیجه ده.


ویل کېږي، چې د افغانستان په لوېدیځ کې وروستي ورښتونه د دې سبب شوې دي چې د کمال خان بند پر کاسې اوبه واوړي.


د دې بند لپاره د طالبانو مسوولانو ویلي دي، چې اوبه یې خوشې کړې دي خو دوی ادعا کوي چې د ایران په خوا یې نه دې پرې ایښي د افغانستان دننه یې خوشې کړې دي.




په داسې شرایطو کې چې په افغانستان کې د اوبو د مدیریت لپاره ځانګړې پروګرام نه شته، د کمال خان د بند د اوبو پرېښودل افغان بزګر ته ګټه کوي؟


د کابل پوهنتون د ځمکپېژندنې د پوهنځي پخوانی استاد خلیل احمد نادم وایي: "که چېرته د هلمند سیند اوبه د کمال خان د بند په سیمه کې طالبانو د کرنې لپاره او د نیمروز د خلکو د ستونزو د مخنیوي لپاره خوشې کړې وي، ښکاره ده چې د افغانستان د خلکو په ګټه ده، ځکه چې د افغانستان پراخې سیمې د وچکالۍ له ګواښ سره مخامخ دي، خو که د دې لپاره وي چې په دې وخت کې ایران ته اوبه ورکړي دا کار د افغانستان په ګټه نه دی."


ایران په وروستیو کې یو پلاوی کابل ته واستاوه، چې د اوبو په تړاو له طالبانو سره خبرې وکړي.


ایران ادعا کوي، چې د ۱۳۵۱ کال د اوبو د تړون له مخې چې د تهران او کابل ترمنځ شوی دی، ایران په تېرو شلو کلونو کې د هلمند د اوبو حق نه دی ترلاسه کړی.


د کابل پوهنتون پخوانی استاد او د اوبو د چارو متخصص نجیب اقا فهیم بیا وایي چې دا ادعا سمه نه ده.


فهیم وویل: "په تېرو څلویښت کلونو کې له شواهدو معلومېږي او حتی د هغو اسنادو له مخې چې د ایران اسلامي جمهوریت خپاره کړې دي، څرګندېږي چې ایران په پرله پسې توګه د هلمند له سیند څخه تر دوه میلیارده او سل میلیونه مترمکعب ډېرې اوبه ترلاسه کړي، چې دا د ۱۳۵۱ کال د تړون دوه نیم برابره زیاتې اوبه دي."


په وروستیو کې د طالبانو یو پلاوی هم د اوبو پر سر د خبرو لپاره ایران ته تللی و، د دې پلاوي یوه غړي ویلي دي چې ایران تر خپل حق د ډېرو اوبو د ترلاسه کولو لپاره پر طالبانو فشار راولي.


د کمال خان بند چې د افغانستان د اوبو د مدیریت یوه مهمه پروژه ده د هلمند پر سیند د نیمروز ولایت په چهاربرجک ولسوالي کې څه باندې یو کال مخکې مخکیني ولسمشر اشرف غني پرانېست.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus