Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

کابل کې د الظواهري د وژنې څلورمه ورځ؛ طالبان ولې غلي دي؟

په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن‌الظواهري د وژل کېدو نن څلورمه ورځ ده، خو طالبان لا هم په دې اړه چپ دي.


داسې مهال چې طالبانو په سیمه او نړۍ کې د خپل نوي رژیم د مشروعیت لپاره پراخه لابي پیل کړې وه او په هره غونډه کې یې دا خبره په مکرر ډول تکراروله چې افغانستان نور د ترهګرو لپاره خوندي پټنځای نه‌دی، خو د تېرې یکشنبې په ورځ په کابل کې د امریکا بې‌پیلوټه الوتکې برید د طالبانو دا یوه کلنه خواري تر ډېره په اوبو لاهو کړه.


امریکا رسماً اعلان وکړ، چې د القاعده مشر ایمن الظواهري یې په یوه داسې کور کې د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې وژلی چې ویل کېږي د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سرپرست سراج‌الدین حقاني کور و.




خو طالبانو تر اوسه د دوی تر واک لاندې کابل کې د ایمن‌الظواهري د مشر د وژل کېدو په اړه یوه خبره هم نه‌ده کړې او یوازې یې په کابل د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې برید د افغانستان د حریم نقض وباله.


هغه خبره چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۱۱ کال کې په ایبټ‌اباد کې د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته وکړه.


خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت که څه هم په خپله خاوره د امریکا پوځي عملیات وغندل، مګر دا یې هم وویل: "د اسامه بن لادن وژل کېدل د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او له‌منځه وړو لپاره د پاکستان په ګډون د نړیوالې ټولنې هوډ څرګندوي."


خو طالبانو سره له دې چې غواړي حکومت یې نړیوال په رسمیت وپېژني، د دوی تر واکمنۍ لاندې د القاعده د مشر ایمن‌الظواهري په وژل کېدو چپه خوله دي.




خو کوم دلایل دي چې طالبان یې چوپتیا ته مجبور کړي؟


د چارو شنونکی سمیع یوسف‌زی همدې پوښتنې ته په ځواب کې وویل: "دا مسئله د طالبانو د ډېرو لوړو مشرانو له سطحې پورته یوه واقعه شوې ده. له همدې امله دوی یو ډول په شاک کې دي. زه فکر کوم چې په کابل او کندهار کې د دوی جرګې او مجلسونه روان دي، څو یو رسمي غبرګون پیدا کړي. خو دا دومره ستره پېښه ده چې د طالبانو هر چارواکی په ځان کې دا قدرت نه ویني چې په دې اړه خبرې وکړي."


خو د پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم بیا د طالبانو خاموشي د دوی د خپلمنځي اختلاف پایله بولي.


ندیم وویل: "دوی ملامته دي، ځکه دوی حاکم دي او د ویلو لپاره څه‌ نه‌لري او کېدای شي په رهبرۍ کې یې د دې موضوع په اړه د دریځ ښودو په اړه چې څه ډول او په کومو جملو غبرګون وښيي، اختلاف هم وي."


ډېرې نورې پوښتنې هم شته چې شاید له دې وروسته له طالبانو په هر سیاسي مجلس کې مطرح شي او تر خوا یې مهمه ده چې افغانانو ته یې ځواب ورکړي، چې څه ډول یې یو داسې شخص چې د یوې مهمې ترهګرې ډلې مشرې کوي او په افغانستان کې هم په ډېرو بریدونو کولو تورن دی، کابل ته راوست او دلته یې کور او ځای ځایګی ورکړ.


خو له پېښو سره د طالبانو مخکني چلند ته په کتو ښايي دا پوښتنې طالبان هغه ډول ځواب نه کړي چې خلک یې غوښتونکي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus