Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

کابل کې د القاعده شبکې د مشر وژنه؛ امریکا: مونږ خپله ژمنه پوره کړه

په افغانستان کې د القاعده د مشر ایمن‌الظواهري د وژنې له اعلان وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، دوی خپله هغه ژمنه پوره کړه چې له افغانستانه د رامنځته کېدونکي هر ترهګریز ګواښ مخه به نیسي.


د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن له‌خوا، د ارګ په څو کیلومترۍ کې د القاعده د لومړي درجه مسؤل ایمن‌الظواهري د وژل کېدو له اعلان وروسته، دې موضوع بېلابېل غبرګونونه راپورته کړي.




که څه هم طالبانو یوازې دومره تأیید کړې چې امریکايي ډرون الوتکې کابل په نښه کړی، خو د متحده‌ ایالاتو د جمهور رئیس مرستیالې کاملا هارس ویلي، دوی د القاعده د مشر په وژلو سره وښوده چې دوی په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره خپله وړتیا خوندي ساتي.


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "مونږ خپله ژمنه پوره کړه چې له افغانستانه د رامنځته کېدونکو ترورېستي ګواښونو پر وړاندې عمل وکړو."




هغه زیاته کړې، د القاعده د مشر ایمن‌الظواهري له وژل کېدو وروسته نړۍ لا خوندي ده او متحده ایالات به د هغو کسانو پر ضد عمل ته دوام ورکړي چې زموږ هېواد، خلک او یا زموږ متحدین ګواښي.


د امریکا د استازو جرګې د اطلاعاتو کمېټې رئیس ادم شیف بیا یوه خپره کړې اعلامیه کې د الظواهري موندل او وژل یوه ستونزمنه چاره بللې، خو وايي: "طالبان باید د دې ځواب ووايي چې الظواهري په کابل کې څه کول؟"


سره له دې چې د ښاغلي شیف په خبره، دوی (طالبانو) نړۍ ته په ځلونو ژمنه ورکړې چې افغانستان به د ترهګرو لپاره امن‌ پټنځای نه‌وي.


د مخکېني جمهور رئیس محمد اشرف غني پخواني مرستیال عبدالرشید دوستم هم د پوښتنې په ډول په خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د کابل په ډیپلوماتیکه سیمه کې د ایمن‌الظواهري وژل څه معنی لري؟




د هغه په خبره، ستونزه یوازې القاعده نه‌ده، بلکې طالبان د ټولو ترهګرو ډلو لپاره پراخه خوندي چتر دی.


د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت‌الله نبیل هم ویلي، اوس باید افغانان او نړیواله ټولنه پر دې اندېښمنه شي چې چا د القاعده مشر ته پناه ورکړې وه.


دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په ځلونو ویلي، له ټولو ترهګرو ډلو سره‌یې اړیکې پرې کړي.


د امریکا د سنا جرګې یو مخکښ سناتور لنډسي ګراهام هم ورته خبره کړې او په خپله ټویټرپاڼه‌یې لیکلي، د هغه څه برعکس چې جمهور رئیس بایډن‌یې وايي، په افغانستان کې د مخ پر ودې ترورېستي ګواښونو سره د مبارزې لپاره زموږ وړتیا په حاشیه کې ده.


هغه زیاته کړې، په افغانستان کې د القاعده د روزنې کمپونه د سپټمبر د ۱۱مې په څېر جوړ شوي دي.


خو طالبانو تل ویلي، په افغانستان کې هېڅ ترهګره ډله فعالیت نه‌کوي.




لنډسي ګراهام له افغانستانه د امریکايي عسکرو د وتو په اړه د جو بایډن د پلان منتقد دی.


خو د امریکا پخواني جمهور رئیس بارک اوباما بیا د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې د ایمن‌الظواهري وژل کېدو ته په اشارې په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دې خبر وښوده چې په افغانستان کې له جګړې پرته هم د ترهګرۍ له‌منځه وړل امکان لري.


له دې وړاندې ملګرو ملتونو ویلي و، معلومات ښيي چې لوړپوړي القاعده مشران په وزیر اکبرخان کې ژوند کوي.


همدا ډول د ملګرو ملتونو راپور چې د جولای په ۱۹مه خپور شو په‌کې راغلي و، د القاعده شبکې مشر ایمن‌الظواهري له طالبانو سره نږدې او پیاوړې اړیکې لري.




په دې راپور کې راغلي و، پر افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره د ایمن‌الظواهري هوساینه ډېره او د القاعده شبکې له نورو غړو سره‌یې اړیکې پیاوړې شوي، هغه ادعاوې چې طالبانو رد کړې وې.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus