Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د محرم لسیزه؛ کابل کې ځینې شیعه ګان احتمالي ګواښونو اندېښمن کړي

په کابل کې یو شمېر شعیه ګان د محرم په لسیزه کې د احتمالي ګواښونو په اړه اندېښمن دي.


نن یکشنبه د محرم میاشتې دوهمه نېټه ده، د دې میاشتې له پیلېدو سره افغان شیعه ګان د خپلو مذهبي مراسو د امنیت په اړه اندېښمن دي.


د دوی اندېښنې وروسته له هغه ډېرې شوې دي، چې نن سهار د کابل په شېرپور کې په یوه کور راکټ ولګېد.




د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت مسوولان وايي، چې دې پېښې تلفات نه درلودل.


د کابل یو تن اوسېدونکی چې نه غواړي د امنیتي ګواښونو له امله یې په راپور کې نوم یاد شي، ازادي راډيو ته یې وویل: "له بده مرغه خبر شوم چې په کابل کې راکټونه لګېدلي دي. د محرم پيل دی او موږ شیعه ګان خپل مراسم نیسو. په همدې خاطر ډېر اندېښمن یوو."


یو بل شیعه وګړی چې د کور ترڅنګ د محرم په مناسبت خلکو ته چای، شیدې او شربت وېشي، وايي، د هر ډول ګواښونو سره هم دوی ژمن دي چې د محرم مذهبي مراسم ولمانځي.




ده زیاته کړه، چې د طالبانو حکومت تر اوسه د دوی لپاره د مذهبي مراسم د جوړولو په برخه کې مزاحمت نه دی کړی او کسانو یې تېره ورځ د محرم د مذهبي مراسم جوړونکو ته د هغوی د پېژندلو لپاره فورمونه هم وېشلي دي.


هغه زیاتوي: "هر څنګه چې شي خلک مذهبي مراسم له پامه نه غورځوي او هېڅ وخت باید دا کار و نه کړي. په هر وخت او ځای کې که ګواښ هم وي، خلک له دې کاره لاس اخیستلی نه شي، حتا که د ځان، مال یا د بل هر څه په بیه هم وي."


په تېرو کلونو کې په افغانستان کې د شیعه ګانو په مذهبي مراسمو په ځلونو بریدونه وشول، په همدې خاطر مخکېني حکومت خلکو ته هم ونډه ورکړې وه چې د محرم د مراسمو په امنیت ساتلو کې برخه واخلي.


اوس یو شمېر شیعه ګان د طالبانو له حکومت څخه هم ورته غوښتنه لري.


یوه تن وویل: "وسله دې راکړي چې خلک خپله په جوماتونو کې امنیت وساتي، له چاودنو او ځانمرګو بریدونو ډېر وېرېږو."


خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دوی به د خلکو په مرسته د محرم مراسمو امنیت ونیسي.




مجاهد زیاته کړه: "هو د مراسمو اجازه زموږ اهل تشیع ورونو ته خامخا ورکول کېږي، امنیت یې هم نیول کېږي. ټولې تیارۍ نیول شوې دي او د خلکو په مرسته به امنیت تامین شي."


د محرم په مراسمو تر ټولو خونړۍ حمله په ۱۳۹۰ کې ابوالفضل ته په منسوب زیارت کې وشوه چې ۵۰ تنه په کې ووژل شول او ۱۵۰ تنه ټپیان شول.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus