طالبانو د کندهار – زابل سړک د رغونې د چارو د پيل خبر ورکړی
د ده په وینا دغه سړک د طالبانو حکومت په بودجه په معیاري ډول رغول کېږي او د دې ۹۰۰ کیلومتره لویې لارې د پاتې برخې د رغونې لپاره له خصوصي سکټور سره د تړون پلان شته.
د تېر حکومت پر مهال پر طالبانو انتقاد کېده چې د همدې لویې لارې اکثریت پلونه او پلچکونه یې په بمونو الوزول او زیات وخت به یې لار بندوله.
د کابل - کندهار لاره چې د تېر حکومت پر مهال يې پلچکونه او نورې برخې په بمونو الوځول شوي دي اوس مهال د مسافرو د تګ راتګ لپاره په يو کړاو اوښتې چې ډېری وخت پهکې ترافيکي پېښې هم رامنځته کېږي.