خوست کې د واليبال سيالۍ؛ فيضو لوبډلې اتلولي خپله کړه
د یاد ریاست په وینا، په دغو سیالیو کې ٣٦ لوبډلو ګډون درلورد چې د خوست په يوه ورزشي لوبغالې کې پيل شوې وې.
ددې ریاست په وینا، دغه سيالۍ د خوست ورزشي امريت له لورې د واليبال فدراسيون په استازيتوب د خوست والي په مالي ملاتړ ترسره شوې، په پاى کې اتلې لوبډلې ته ٤٠ زره او نايب اتلې لوبډلې ته ٢٠ زره افغانۍ جايزې هم ورکړل شوې.
ددې سیالیو هدف ورزش ته د ځوانانو هڅول ښودل شوي.