هلمند کې نن د کجکي بند دويم فاز پرانيستل کېږي
د دې بند د پرانیستې مراسمو لپاره د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا برادر ترڅنګ یو شمېر نور طالب چارواکي هم کجکي ته رسېدلي دي.
د کجکي بند د دویم فاز له جوړېدو سره د دې بند د برېښنا ظرفیت ۱۰۰ میګاواټه زیاتېږي، چې د هلمند او کندهار ډېرو سیمو ته به برېښنا ورکړي.
د کجکي بند د دویم فاز کارونه په ۲۰۱۶ کال کې د تېر جمهوري حکومت پر مهال پيل شول خو د اوبو د ملي ادارې مخکېني رئیس خان محمد تکل بیا به خپله فېس بوک پاڼه لیکلي، چې د دې بند پارچاوه لا هم نه ده جوړه شوې چې د اوبو د ډېرېدو په صورت کې د شاوخوا سیمو خلکو ته تاوان رسولای شي.
نوموړي غوښتنه کړې ده، چې ژر تر ژر دې د پارچاوې د جوړولو کارونه پیل شي.