Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ملګري ملتونه: په ۲۰۲۱ کال کې د افغان پناه غوښتونکو شمېر پنځه سلنه ډېر شوی

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، په ۲۰۲۱ کال کې د افغان پناه غوښتونکو شمېره پنځه سلنه ډېره شوې ده.


واجد روحاني په افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو وروسته، امریکا ته کډوال شو.


هغه چې د افغانستان په لویدیځ کې هرات کې خبریال و، د طالبانو له‌خوا په افغان خبریالانو د محدودیت تر وضع کولو وروسته یې پرېکړه وکړه چې خپل وطن پرېږدي.


هغه وویل: "واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، په افغانستان کې د خبریالانو او د ازادو رسنیو فعالیت له ستونزو سره مخ شو. له همدې امله مې افغانستان پرېښود، ځکه ما نه‌شوای کولای د یوه خبریال په توګه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې خپل کار ته دوام ورکړم."


د واحد روحاني وضعیت د زرګونو نورو هغو افغانو د ژوند کېسه ده چې تازه له دې ډول برخلیک سره مخ شوي دي.


هاخوا د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ تازه راپور چې پرون ناوخته یې خپور کړ ښيي، چې افغانستان په سیمه کې تر ټولو ډېر او په نړۍ کې د ۱۰ پناه غوښتونکو هېوادونو په کتار کې درېیم هېواد دی.


په دې راپور کې راغلي، په ۲۰۲۱ کال کې د افغان پناه غوښتونکو شمېره پنځه سلنه ډېره شوې ده.


راپور کې راغلي: "همدا اوس ۹۸ هېوادونه د ۲،۷ میلیونو رسمي او ثبت شويو افغان کډوالو کوربانه دي. له دې شمېر پاکستان تر ټولو ډېر ۱،۵ میلیونه افغان کډوالو ته ځای ورکړی."


د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له‌خوا د خپرو شویو شمېرو له مخې، یوازې په ۲۰۲۱ کال کې ۱۰۸ زره افغانان پاکستان، ۲۷ زره ایران، ۵۹ زره اروپا او ۶ زره اسیا او اقیانوسي هېوادونو ته کډوال شوي دي.


افغانان یوازې ګاونډیو یا هم د نړۍ هېوادونو ته نه‌دي کډه شوي، بلکې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له قوله، د تېرو پنځو کلونو په پرتله په کور دننه هم د بې‌ځایه شویو افغانانو شمېر په چټکۍ سره زیات شوی دی.


یو له دې بې‌ځایه شویو چې له ازادي راډیو سره د خپل هویت د پټ ساتلو په شرط خبرې کولې او له تازه د سرپل په بلخاب کې د جګړو له امله کابل ته کډه شوی وايي، د دوی په سیمه کې د ده په څېر سلګونه کورنۍ کډه شوي دي.


هغه وویل: "خلک بې‌ځایه شول، له دې امله چې جګړه کې و نه ځپل شي، کډوال شول. ټولو هغو خلکو چې سیمو کې یې جګړه روانه ده، کډه وکړه."




د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د راپور پر بنسټ، افغانستان د کورنیو بې‌ځایه شویو د شمېر له مخې، د نړۍ شپږم هېواد دی.


د ۲۰۲۱ کال تر پایه په افغانستان کې د جګړو او نا امنیو له امله لږ تر لږه ۷۷۷ زره افغانان له یوې سیمې بلې ته کډه شوي چې په دوی کې یې ډېر یې ماشومان او ښځې دي.


د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په راپور کې له ۲۰۱۷ کال وروسته، افغانستان ته په خپله خوښه د بېرته ستنېدونکو د شمېر د راښکته کېدو یادونه هم شوې او لیکي، په ۲۰۲۱ کال کې شاو خوا ۱۶۰۰ افغانان خپل وطن ته ستانه شوي دي.




دا په داسې حال کې ده، چې موده وړاندې په نیمروز کې طالب چارواکو وویل، له دې لارې له ایرانه وروستیو کې افغانستان ته له درې نیم زرو زیات افغانان ستانه شوي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus