د اسيا د ماشومانو په سياليو کې د ګډون په موخه درې افغان ورزشکاران روسيې ته رسېدلي
د اسیا ماشومانو ورزشي سیالۍ چې سبا د جولای په ۲۷مه پیلیږي، د اګست میاشتې تر ۸ مې دوام کوي.
په دغو سیالیو کې به له ۱۱ هېوادونو څخه لسګونه ورزشکاران په ۱۶ بېلابېلو ورزشي برخو کې په خپلو کې سیالي وکړي.
خو د بدني روزنې او ورزش ریاست په خبرپاڼه کې دا نهدي ویل شوي، چې افغان ورزشکاران به د کوم هېواد له ورزشکارانو سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.