بریتانیا د روسيې له لوري د اوکراین پر ادیسې د برید ادعا رد کړه
مسکو ویلي و، چې په دغه برید کې یې د اوکراین پوځي تاسیسات او د دې هېواد د سمندري پوځ د ګزمې یوه بېړۍ په نښه کړي وو.
بریتانیا وایي، د دې هېڅ نښه نه شته، چې د تور سمندرګي په غاړه پروت د ادیسه په بندر کې په هغه ځای کې دې چې روسیې د تېرې شنبې په ورځ ورباندې برید وکړ، د اوکراین یوه جنګي کښتۍ او د کښتیو ضد توغندي زېرمه شوي وو.
دا د کریملین له هغې ادعا سره په تضاد کې دي چې ویلي وو، د میزایلو په دغه برید کې یې د اوکراین یوه جنګي کښتۍ او پوځي تاسیسات په نښه کړي وو.
دغه برید یوه ورځ وروسته له هغې وشو، چې په استانبول کې روسیه، اوکراین، ملګري ملتونه او ترکیه د اوکراین د غلو دانو د صاداراتو په اړه یوې موافقې ته سره رسېدلي وو.
د دغې موافقې په ترلاسه کېدو سره دا هیلې زیاتې شوې چې ښایي په نړۍ کې د خوراکي موادو بحران چې د اوکراین له جګړې سره یې بیې ډېرې اوچتې شوي، پای ته ورسېږي.
اوکراین په نړۍ کې د غنمو، جوارو او د لمرمخي ګلانو غوړو یو لوی صادرونکی دی، چې د روسیې د یرغل او پر کښتیو یې د بندیز له امله له بندرونو دغه صادرات درېدلي دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا وړمه ورځ د میزایلو د دغه برید پخلی کړی و، خو ادعا یې وکړه چې دوی په دغه برید کې د اوکراین پوځي تاسیسات او د دې هېواد د سمندري پوځ د ګزمې یوه بېړۍ له منځه وړي دي.
د بریتانیا دفاع وزارت نن په خپل خبري بولیټن کې ویلي، چې د دې هېڅ نښه نه وه چې پر هغه ځای چې روسیې میزایل ویشتي، هلته دې پوځي هدفونه په نښه شوي وي.
د بریتانیا استخباراتو وویل، چې پر ادیسه به روسیې دغه برید ښایي د دې لپاره کړی وي چې مسکو په غالب ګومان دې نتیجې ته رسېدلی چې د اوکراین د کښتیو ضد میزایلو وړتیا پر ادیسه بندري ښار د روسیې د بریدونو د مخنیوي لپاره یو اساسي ګواښ ګڼي.
د بریتانیا استخباراتو دغه راز ویلي، چې دې ته په پام چې روسیه د دې ډېره وړتیا نه لري چې د تور سمندرګي پر غاړه د پردې بندري ښار بریدونه وکړي، په ټوله کې یې د حملو پر پلان د پام وړ اغېز کړی دی.
په راپور کې دغه راز ویل شوي، چې روسیه دې ته لومړیتوب ورکوي چې د اوکراین د کښتیو ضد وړتیاوې له منځه یوسي یا یې کمزوري خو په هر صورت دا هېواد د هدفونو په نښه کولو کې له ستونزو سره ځکه مخامخ دی چې استخبارات یې زاړه، پلانونه یې کمزوري او د عملیاتو لپاره له پاسه دلاندې پرېکړې کېږي.
پر اوکراین د روسیې یرغل پرون دوشنبې پنځمې میاشتې ته داخل شوی او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ پرون وویل، چې د اوکراین په جګړه کې ۵۲۳۷ ولسي وګړي وژل شوي او د ټپیانو شمېر یې له اوو زره تنو اوښتی دی.