Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د اوبو کمښت او نشتون بحران؛ کابل ښاریان: د اړتیا وړ اوبه په بیه اخلو

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، له یوې خوا سختې ګرمۍ او له بلې خوا د څښاک او د ژوند د نورو اړتیاو لپاره د اوبو نشتوالي له ستونزو سره مخ کړي دي.


دوی وايي، د دې ترڅنګ چې کورونو ته په غځېدلو نلونو کې دوامداره اوبه نه وي، ورسره د څاګانو اوبه هم بې کیفیته شوي او په ځینو سیمو کې وچې شوې دي.


د کابل د احمدشاه بابا مېنې یو اوسېدونکی بسم الله همدرد وايي، دوی د لوښو د مینځلو لپاره د څاه اوبه کاروي او د څښاک لپاره معدني اوبه اخلي چې د هرې ورځې یوه لویه ستونزه یې همدا ده.


همدرد وویل: "موږ د نل اوبه نه لرو او مجبور یو چې د څښاک او پخلي لپاره له تصفیه شویو اوبو کار واخلو. تصفیه شوې اوبه دلته په ټانکرونو کې راځي او موږ مجبور یو چې په هرو ۲ ورځو کې ۵۰ لیتره اوبو واخلو چې پنځوس افغانۍ کېږي. که زموږ خواته د نل اوبه وي، خلک به له ډېرو ستونزو خلاص شي."


خو د کابل د کارته نو اوسېدونکې ملکه وايي، د دوی کور ته په نل کې اوبه کله ناکله راځي.


دا بیا وايي، د برښنا د نشتوالي له امله دوی نه شي کولای دا اوبو هغو ذخیرو ته ولېږدوي چې دوی په بامونو کې جوړې کړې دي.


هغه زیاتوي: "دا چې د نلونو اوبه دوامداره نه دي، موږ په بام کې د اوبو ټانکۍ لرو چې هلته اوبه ذخیره کوو. خو کله چې اوبه وي، برق نه وي او چې برق وي، اوبه نه وي، له دې امله له ډېرو ستونزو سره مخ یوو او مجبورېږو چې له لرې ځایه اوبه راوړو."


ملکه وايي، د نل د اوبو کیفیت هم ښه نه دی او اړ دي، د څښاک لپاره معدني اوبه واخلي.


د کابل د خیرخانې مېنې اوسېدونکې امنې بیا ازادي راډيو ته وویل، د دوی په سیمه کې څاګانې وچې شوې دي او ډېر وخت د اوبو د نشتوالي له امله یې د کور کارونه پاتې وي.




هغه وايي: "څاګانې وچې دي او په نل کې هم اوبه نه راځي. ډېر وخت ټول کارونه د اوبو په تمه پاتې وي، کله د نل اوبو ته په تمه یو او کله مجبور شو چې له لرې ځایونو کور ته اوبه راوړو."


تازه د طالبانو حکومت د اوبو او برښنا وزارت او د کابل د اوبو رسولو ادارې په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې، خو د اوبو او برښنا وزارت سرپرست مولوي عبدالطیف منصور شنبه په یوه خبري غونډه کې وویل، چې دوی په یوې پروژې کار کوي چې د پنجشېر اوبه کابل ته ولېږدوي او په دې سره په کابل کې د اوبو د کموالي ستونزه حل کړي.


معلومه نه ده، چې کابل ته د پنجشېر د اوبو لېږد به کله پیل شي، خو کابل ښاریان له کلونو راهیسې شکایت کوي چې د څښاک او نورې استفادې له امله کافي او صحي اوبه نه لري.


خو د یادونې ده، چې په کابل کې د اوبو د کمښت یوه ستونزه، چې تل یې په اړه ویل شوي، په بېساري ډول د ژورو څاګانو کېندل او ورنه بې ځایه استفاده ده.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus