Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ځينې ښځينه پولیسې: طالبانو تقاعد کړو او اوس یې امتیاز هم نه راکوي

ځينې ښځينه پولیسې ادعا کوي، چې د طالبانو حکومت هغوی په جبري ډول تقاعد کړي دي او د تقاعد امتیاز هم نه ورکوي.


نفیسه هغه پولیسه ده، چې په تېرو لسو کلونو کې یې د غزني ولایت په بېلابېلو ادارو کې کار کړی.


د دې مېرمنې په وینا، طالبانو واک ته له رسېدو وروسته دا او نورې همکارانې یې په جبري ډول تقاعد کړې خو د تقاعد امتیازات نه دي ورکړل شوي.


نفیسه وايي، خاوند یې کلونه مخکې مړ شوی، دا او لور یې د ۷ کسیزې کورنۍ سرپرستي کوي چې اوس دواړه بې دندې دي.


نفیسې ازادي راډيو ته وویل: "روزګار مو ښه چلېده، چېرته نه تلو، د خپلو خلکو خدمت مو کاوه، موږ لس واړه کونډې او بېچاره یوو. د لوړو بیو له لاسه له ډېرو ستونزو سره مخ یو. امارت ته مو وړاندیز وکړ چې تقاعد مو راکړي خو امارت زموږ هېڅ پوښتنه ونه کړه."


تقاعد هغه مادي امتیاز دی، چې د یوه هېواد نظامي او غیرنظامي کارکوونکو ته د خدمت له دورې وروسته ورکول کېږي چې د ژوند اړتیاوې پرې پوره کړي.


د طالبانو له واکمنېدو وروسته متقاعدو مامورانو د خپلو امتیازاتو د نه ترلاسه کولو په خاطر اعتراض وکړ.


د دې ترڅنګ هغه ښځې، چې په تېر حکومت کې یې کار کاوه او اوس د تقاعد په درشل کې دي، بې برخلیکه پاتې دي.




د دې ښځو له ډلې د یوې لور وايي، مور یې په مخکېني حکومت کې په کورنیو چارو وزارت کې کار کاوه خو تېر کال یې د تقاعد عمر پوره شوی دی.


هغې د امنیتي ستونزو له امله ونه غوښتل خپل او د مور نوم یې په راپور کې واخیستل شي، خو وايي مور یې ۶۴ کلنه ده او د طالبانو حکومت یې د تقاعد له غوښتنې سره موافقه نه ده کړې.


نوموړې زیاته کړه: "په دې دوره کې مې موږ د تقاعد غوښتنه وکړه، هغوی زموږ د تقاعد غوښتنه ونه منله او رد یې کړه. مور مې ناروغه ده او نور کار نه شي کولای. د تقاعد وخت یې هم پوره شوی دی."




په داسې حال کې، چې له دې مخکې هم یو شمېر ښځو د (ډوډۍ، کار او ازادي) په نوم اعتراضونه کړي وو خو د طالبانو حکومت تر اوسه په ډېرو برخو کې ښځو ته د کار اجازه نه ده ورکړې.


و مو غوښتل چې د دغه ښځينه پولیسو او په ټوله کې د ښخینه متقاعدینو په اړه د طالبانو د حکومت نظر هم ولرو، خو د طالبانو حکومت او د طالبانو د مالیې وزارت ویاندویانو د دې راپور تر خپرېدو پورې زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.


طالبانو له بیا ځلي واک ته رسېدو وروسته د دولت ډېرې ښځينه کارکوونکې په کور کېنولې.


ډېرې دا ښځې یا د خپلو کورونو سرپرستې وې او یا هم د کورنیو د اقتصادي اړتیاوو په پوره کولو کې یې ونډه درلوده.


خو په هېواد کې دننه او بهر له اعتراضونو سره هم د طالبانو حکومت له وعدو پرته تر اوسه بېرته دولتي ادارو ته د ښځو په راوستلو کې هېڅ اقدام نه دی کړی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus