Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

پاکستان د افغانستان د مسایلو په اړه له ایرانه د نږدې همکارۍ غوښتنه کړې

پاکستان او ایران په افغانستان کې د امنیت او ثبات لپاره د خپلمنځي همکاریو په دوام ټینګار کړی دی.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول زرداري بوټو د افغانستان د مسایلو په اړه له ایرانه د نږدې همکارۍ غوښتنه کړې.


بلاول بوټو د افغانستان لپاره د ایران د جمهور رییس د ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره پرون په کتنه کې ویلي، پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره قوي اراده لري.


هغه داسې مهال دا خبره کوي، چې د جمهوري نظام پر مهال افغان چارواکو پاکستان له ترهګرو په ملاتړ تورناوه.




تر خوا یې د امریکا متحده‌ایالاتو په ګډون ګڼو هېوادونو ایران په سیمه کې د بې‌‌ثباتۍ په راوستو تورن کړی دی.


خو پاکستاني او ایراني رسنیو لیکلي، په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د ایران د جمهور رییس ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په افغانستان کې د پاکستان رغنده رول ستایلی او ټینګار یې کړی، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت د سیمې د اوږدمهاله سولې او سوکالۍ لپاره اساسي شرط دی.


د دواړو هېوادونو د چارواکو له قوله رسنیو لیکلي، بلاول زرداري بوټو او حسن کاظمي قمي، په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو د مدیریت او په یو شمېر نورو بنسټیزو مسایلو هم خبرې کړي دي.


حسن کاظمي قمي سره کتنه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول زرداري بوټو په سیمه کې د تلپاتې سولې او امنیت راوستو لپاره، د افغانستان له اوسني سرپرست حکومت؛ یعنې طالبانو سره د رغنده ښکېلتیا او عملي همکاریو پر دوام هم ټینګار کړی دی.


طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، پاکستان د افغانستان په مسایلو کې ډېر ښکېل شوی دی.


خو پاکستان او ایران داسې مهال چې له طالبانو سره یې راشه درشه او ډیپلوماټیک روابط ښه دي، له څه شي اندېښنمن دي؟


پخوانی ډیپلوماټ عزیز معارج دې پوښتنې ته په ځواب کې وايي: "نه یوازې ایران او پاکستان چې دوی په افغانستان لاسوهنه هم کوي، نور ګاونډي او د سیمې هېوادونه هم ټول د افغانستان د اوسني حالت، غیر معیاري حکومت او د زعامت دقیق ادرس نه درلودل، د اساسي قانون نشتون او له ملته مشروعیت نه‌ درلودلو له امله، دوی د خپل کورني امنیت لپاره یو ګواښ بولي. له همدې امله دوی یو هڅه کوي چې یو ډاډ تر لاسه کړي. یا هم خپل منځو کې د همکاریو هڅه کوي چې د افغانستان له اړخه ورته ګواښ موجود نه‌وي."


له وړاندې تاجکستان او هند هم د افغانستان د امنیت او اوسني وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه او د هند صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر ویلي و، د افغانستان اوسنی وضعیت هغه موضوع ده چې په نړۍ کې یې د بې‌باورۍ فضا جوړه کړې او دا اندېښنه له ځان سره لري چې سیمه به څه ډول ثبات ته رسېږي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus