Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

کابل کې پاکستاني پلاوي له طالب چارواکو سره پر سوداګريزو مسايلو خبرې کړي

د پاکستان یو هیئت چې افغانستان ته تللی و، د کابل او اسلام اباد ترمنځ پر سوداګرۍ او نورو مسایلو بحث وکړ.


په کابل کې د پاکستان سفارت وايي، دغه هیئت د سوداګرۍ، ټرانزیت د پیاوړتیا او د ستونزو د حل لپاره د طالبانو له چارواکو سره خبرې وکړې.


د پاکستان د دغه هیئت مشري د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال، محمد صالح احمد فاروقي کوله، چې پرون او وړمه ورځ په کابل کې و.


دغه هیئت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیت پر موضوع د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ له سرپرست وزیر نور الدین عزیزي او د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر، امیر خان متقي سره وکتل.


په کابل کې د پاکستان د سفارت د پرونۍ اعلامیې له مخې د پاکستان دغه هیئت د سوداګرۍ او ټرانزیت پر پیاوړتیا او په دې برخه کې د پرتو ستونزو پر حل له طالبانو سره خبرې وکړې.


تر دې مخکې د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی و، چې د پاکستان دغه هیئت به له افغانستان څخه پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادراتو په باب هم خبرې وکړې، خو د پاکستان د سفارت په اعلامیه کې دې ټکي ته اشاره نه ده شوې.




د کانونو او پټرولیم وزارت پخوانی سلاکار او ویاند، قدیر مطفي وايي: "په سیمه کې د انرژۍ د ستونزې د حل او پر پاکستان د اقتصادي ستونزو کمولو لپاره دوی فکر کوي، په افغانستان کې چې کومې منابع دي له دې دوی په ګټې اخیستلو سره کولی شي اقتصادي فعالیتونو ته زمینه برابره او تحرک ورکړي. دغه بازار چې اوس په افغانستان کې د کانونو په برخه کې دی، پراختیا ورکړي."


په وروستیو کې په پاکستان کې د انرژۍ لپاره تقاضا زیاته شوې او د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ویلي، هېواد یې هڅه کوي د خپلې دغې اړتیا پوره کولو لپاره له افغانستان څخه د ډبرو سکرو واردات لا منظم او زیات کړي، چې ارزانه ورته تمامېږي.


طالبانو ویلي، چې د ډبرو سکرو په برخه کې له کوم هېواد سره تړون نه دی شوی او دغه سکاره د خصوصي شرکتونو له خوا پاکستان ته وړل کېږي.




د واشنګټن په اتلانتیک شورا کې د افغانستان د مسایلو څارونکي حمید حکیمي د ازادۍ راډیو انګریزي ژبې ویبسایټ ګندهارا ته ویلي طالبان د ځان په وړاندې د افغانانو د نظرونو په وړاندې حساس دي، ځکه نو پر پاکستان د ډبرو سکرو خرڅول، طالبان د پاکستان لاسپوڅي ښېي.


وروسته له هغې چې له افغانستان څخه پاکستان ته د ډبرو سکرو د بې‌درېغه صادراتو په اړه انتقادونه وشول، د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عصمت الله برهان تېره اوونۍ وویل، چې دوی د ټرانسپورټ له لګښت سره د ډبرو سکرو د یوه ټن بیه ۲۸۰ ډالرو ته لوړه شوې ده.


رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د ورځې له ۱۲ زرو څخه تر ۱۴زره ټنه پورې د ډبرو سکاره له افغانستانه په ځانګړي ډول پاکستان ته صادرېږي.


راپورونه وايي طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړیو شپږو میاشتو کې د ډبرو سکرو د صارداتو له درکه شا و خوا ۴۰ ميلیون ډالره مالیه ټوله کړې ده.


په افغانستان کې د ډبرو سکرو ۸۰ کانونه موندل شوي، خو دا مهال یوازې له ۱۷ کانونو دغه سکاره استخراجېږي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus