Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د شپږیزې کرکټ لیګ پېلېدل؛ د لوبو نندارې ته یوازې نارینه تللي

د طالبانو د واکمنۍ په سیوري کې د شپږیزې لیګ پیل شو.


د دې لیګ لومړنۍ لوبه د بند امیر او کابل بازانو لوبډلو ترمنځ د کابل په نړیوال لوبغالي کې د مینه والو د شور او هیجان په غږونو کې پیل شوه.


د نن ورځې د لومړۍ لوبې په پای کې کابل بازانو لوبډلې بند امیر ښامارانو ته په ۶ وېکټو ماتې ورکړه او د شپږیزې لیګ لومړۍ لوبه یې وګټله.


د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې ویاند فرید هوتک د شپږیزې لیګ د پیلېدو په اړه ازادي راډيو ته وویل: "د اتصالاتو شپږیزې لیګ نن په کابل کې پیل شو او د کرکټ زرګونه ځوان مینه وال لوبغالي ته راغلي دي چې لوبډلې او لوبغاړي تشویق کړي. په دې لیګ کې بهرني لوبغاړي هم لوبېږي."


د کابل او بند امیر لوبډلو ترمنځ نننۍ لوبه په ژوندۍ بڼه د طالبانو په مشرۍ د افغانستان د ملي تلوېزیون لخوا خپره شوه.


د شپږیزې لیګ مسول شېراغا همکار ازادي راډيو ته وویل، چې د تېر کال په پرتله چې ۶ لوبډلې وې، سږ کال ۸ لوبډلې په دې لیګ کې لوبېږي.


هغه وویل: "د تېرې شپږیزې په پرتله سږ کال لوبډلې او لوبې هم زیاتې شوې دي. پخوا ۱۹ لوبې کېدې، اوس به ۳۲ لوبې کېږي. مینه والو ته هم فرصت برابر شوی چې لوبغالي ته راشي او په پخوانۍ مینه او جذبه لوبغاړي تشویق کړي."



هغه زیاته کړه، چې په دې لیګ کې تر ډېره ځوان لوبغاړي د لوبډلمشرانو په توګه ټاکل شوي دي.


د کرکټ یو شمېر مینه وال د شپږیزې لیګ پيلېدل په افغانستان کې د کرکټ د ودې لپاره مهم ګام بولي او هرکلی یې کوي.




یونس افغان هغه مینه وال چې د شپږیزې لیګ نننیو لوبو لیدو ته ورغلی و.


هغه ازادي راډيو ته وویل: "تېر کال د شپږیزې لیګ و نه شو، خو سږ کال خوند ترې اخلو. لومړۍ لوبه مو وکتله او اوس له دوهمې لوبې خوند اخلو."


دغه راز د لوبې یو بل مینه وال ارشاد وویل: "زه د مس عینک مینه وال یم او له لوګره راغلی یم چې دا لوبې له نېږدې وګورم. ښه ده چې هر کال دا لوبې وشي چې هم تفریح وي او هم ملي لوبډلې ته له دې لارې ځوان لوبغاړي پيدا کولای شو."


د یادونې ده، چې د جمهوري نظام پر مهال به د شپږیزې لیګ نندارې ته نجونې او ښځې هم ورتللې، خو سږ نندارچیان یوازې نارینه وو.


د کرکټ بورډ د معلوماتو پر بنسټ د شپږیزې په لیګ کې یو شمېر بهرني لوبغاړي هم شته چې د معلوماتو له مخې د پاکستان لوبغاړي افتخار احمد او میرحمزه له مس عینک، د عمان لوبغاړی بلال خان له امو او د پاکستان اصف اپریدی له سپین غر لوبډلې سره لوبېږي.


د شپږیزې لیګ په ۲۰۱۳ کال کې پیل شو او سږ کال یې اتم پړاو سیالۍ ترسره کېږي خو تېر کال دا لوبې د نظام د بدلېدو له امله و نه شوې.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus