Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟

ګلوب نیوز:


د کاناډا ګلوب نیوز خپرونې د نورو افغان کډوالو د نه منلو په اړه د کاناډا د حکومت د وروستۍ پرېکړې په اړه لیکنه خپره کړې ده.


دا لیکنه په دې پوښتنه پیلېږي چې ولې کاناډا هغو افغانانو ته شا اړوي چې له کاناډا سره یې مرسته کړې وه؟


خپرونه لیکي، د هغو افغانانو په اړه اندېښنې په زیاتېدو دي، چې تېر کال د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته کاناډا خپل هېواد ته د هغو د راوستلو ژمنه ورکړې وه.


خو راپورونه وايي، چې د کاناډا حکومت د ۱۸ زره افغانانو لپاره، چې په افغانستان کې یې له کاناډايي ځواکونو سره مرسته کړې وه، د مهاجرت ځانګړی پروګرام پای ته رسوي.


د دغو کسانو په منځ کې د کاناډايي پوځیانو ترجمانان او د هغو د کورنیو غړي هم شامل دي.


خپرونه د کاناډا د مهاجرت، کډوالو او تابعیت د ادارې پر اساس وايي، تراوسه پورې ۱۵ زره ۷۰ غوښتنلیکونه ترلاسه شوي چې د هغو په منځ کې ۱۰ زره ۷۳۰ تایید شوي، او یوازې ۷۲۰۵ تنه یې کاناډا ته رسېدلي دي.


۹۴۳۵ تنه نور افغانان د بشردوستانه پروګرام له مخې کاناډا ته بیول شوي دي.


د بشري حقونو یوه افغان الاصله کاناډايي فعاله سبا بشیري د کاناډا پر حکومت فشار راوړي، چې د دې د کورنۍ شپږ غړي، چې لا هم په افغانستان کې دي، ومني.


دا وايي، چې ټولې اداري چارې یې بشپړې کړي خو یو کال کېږي چې کارونه یې پر مخ نه ځي.


مېل:


مېل ورځپاڼې د بامیان په بند امیر ډنډ کې د طالب وسله والو عکسونه خپاره کړي، چې په بېړیو کې چکر وهي.



ورځپاڼې په دې اړه په یوه لیکنه کې کښلي، چې طالبان په داسې حال کې له وسلو سره د بند امیر په بېړیو کې ګرځي چې د خپلو جهادي مقرراتو له مخې پر ښځو فشارونو ته دوام ورکوي.


ورځپاڼه لیکي، د دې بند په کوچنیو بېړیو کې اکثره سپاره نارینه دي خو یوه نیمه ښځه هم، چې سر تر پښو پوښلې وي، لیدل کېږي.


د مېل ورځپاڼې له لیکنې سره سم، دغه بند ته، چې افغانستان په ملي پارک اړولی، یو وخت پر کورنیو سیلانیانو سربېره بهرني ګرځندویان هم راتلل، خو اوس ډېر لږ سیلانیان دې بند ته ځي.


بامیان ته په وروستیو کلونو کې په دې خاطر هم ډېر سیلانیان تلل، چې دا ولایت د افغانستان یو تر ټولو امن ولایت و، خو اوس له یوې خوا د خلکو اقتصادي ستونزې ډېرې دي او له بلې خوا د طالبانو سخت مقررات سبب کېږي چې ډېر خلک سفر او سیاحت ته زړه ښه نه کړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus