طالبانو د تاجکستان او ازبکستان پر خاوره د بريدونو په تور د داعش غړي نيولي
طالب ویاندویانو رسنیو ته استول شوې خبرپاڼه کې چې یوه کاپي یې ازادي راډیو ته هم رسېدلې لیکلي، دا کسان یې وړمه شپه د کندز د امام صاحب ولسوالۍ په قنجغه سیمه کې نیولي دي.
اعلامیه د نیول شویو داعش وسلهوالو شمېر ۵ تنه ښودل شوی او زیاتوي، ۳ تنه نور له دوی سره د جګړې پر مهال وژل شوي دي.
طالبانو د نیول شویو کسانو د اعتراف ویډیو هم خپره کړې ده او وايي، له دوی سره یې وسلې او مهمات هم نیولي دي، خو داعش ډلې په دې اړه څه نهدي ویلي.
تر اوسه دوه ځله ادعا شوې، چې د افغانستان له خاورې د ازبکستان لور ته توغندي ویشتل شوي چې یو پېښه یې د ازبکستان د حکومت لهخوا رسماً تایید شوې ده.