Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

اقتصادي کړکېچ؛ یو شمېر افغانان د خوراکي او سون توکو له لوړې بیې شکایت کوي

یو شمېر افغانان د خوراکي او سون توکیو د بیو له لوړېدو شکایت کوي.


مدینه سینګارکوونکې ده او د خپل کور د شپږو تنو مسوولیت او نفقه ور تر غاړې ده.


دا پیغله وايي، د طالبانو له راتګ وروسته یې کار بند شو او اوس د خوراکي او سون توکیو د پلور توان هم نه‌لري.


هغه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ورځ تر بلې د خوراکي او سون توکیو د بیو له پورته شکایت کوي.


مدینه زیاتوي: "سینګارتون مې درلود. کار روزګار مې ښه و. د ژوند ورځني لګښتونه مې د خپلو خویندو لپاره چمتو کول. خو له کله چې طالبان واکمن شول، کار روزګار نه‌شته. یو څه وخت ارایشګاه وه، خو وروسته به هر ورځ طالبان زموږ دروازې ته راتلل چې ارایشګاه بنده کړئ او موږ ته مالیه راکړئ. د ورځې به درې تر څلور ځله راتلل، هر یو ته مو مالیه ورکوله، که مو مالیه نه ورکوله، بده ورځ یې په موږ راوسته."


طالبانو په افغانستان له واکمنېدو وروسته، په ډېرو برخو کې نجونې او ښځې له کار او زده‌کړو بې برخې کړي دي.


د هغوی حکومت همدا ډول تورن دی، چې د افغانستان د اقتصادي ناورین په مهار کې پاتې راغلی دی، داسې مهال چې د نړیوالې ټولنې په ګډون ګڼو خیریه بنسټونو ورسره، پرېمانه مرستې هم کړي دي.


خو مدینه ادعا کوي، چې د افغانستان بې‌وزلو ته رالېږل شوې مرستې هم په عادلانه ډول نه‌دي وېشل شوي دي.


عاقله یوه بله مېرمن ده، چې د جمهوري نظام پر مهال یې خیاطي کوله او له دې لارې یې خپلې کورنۍ ته نفقه برابروله، خو اوس ‌بې روزګاره ده.


هغه وايي، د کار په لټه ده، خو له دې امله چې طالبانو پر ښځو کار کول بند کړي، نه‌ده توانېدلي چېرته دنده ومومي.


عاقله وايي، د طالبانو په واکمنۍ کې اقتصادي او امنیتي وضعیت دواړه خراب شوي دي.


نوموړې زیاتوي: "د اسلامي امارت په راتګ سره وضعیت ډېر خراب شوی دی. د لومړینو توکو بیې ډېرې پورته شوي دي. د وړو او غوړو بیو ډېرې پورته تللي او امنیتي وضعیت هم خراب دی."




له دې وړاندې د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمېر نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د اقتصادي ناورین په اړه خبردرای ورکړی و.


د چنګاښ په ۲۳مه د سره صلیب نړیوالې کمېټې په یوه راپور کې ولیکل، خراب اقتصادي وضعیت د افغانانو په ژوند بد اغېز کړی دی.


د دې سازمان په راپور کې راغلي و، د ۲۰۲۱ کال د جولای راهیسې په افغانستان کې د خوراکي او سون توکو بیې له ۵۵ تر ۱۰۵ سلنه پورته شوي دي.




دا په داسې حال کې ده، چې د خوړو نړیوال سازمان بیا ویلي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې بې‌روزګاري هم زیاته شوې ده.


د ازادي راډیو خبریال د دې راپور د جوړولو پرمهال هڅه وکړه څو په دې اړه د طالبانو د حکومت د ویاندویانو نظر واخلي، خو هغوی د راپور تر خپرېدو ځواب ورنه کړ.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus